روزنامه اصلاح

ډاکترکمال سادات: ځوانان باید د هېواد دخپلواکۍ په نمانځلوکې فعاله ونډه واخلی

د هېواد دخپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د نمانځنې په مناسبت او د ځوانانو چارو معینیت د طرز العمل له مخې، ۱۰۰ تنه رضاکاره ځوانان د هېواد په مرکز او ولایتونوکې د هېواد دخپلواکۍ د سفیرانو په توګه  ټاکل کېږی .

  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات د باختر آژانس خبریال ته وویل: دا د دغو ځوانانو مسوولیت دى چې د هېواد نور ځوانان وهڅوی ترڅو په پرتمین ډول د هېواد دخپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کالیزې په نمانځلو کې هلې ځلې وکړی او فعاله ونډه واخلی

ده زیاته کړه: هغه ځوانان چې د هېواد د خپلواکۍ د سفیرانو په توګه ټاکل کېږی؛ باید د رضاکارانو له جملې څخه وی، د لیسانس په کچه تحصیلی زده  کړې ولری، عمر یې له ۱۸ کلونو څخه تر ۳۵ کلونو پورې او په ټولنیزو او مدنی فعالیتونوکې دوه کلنه کاری تجربه ولری.

ده څرګنده کړه چې دغه ځوانان په مرکز کې د ځوانانو چارو د معینیت له خوا او په ولایتونوکې د ځوانانو د آمریتونو له خوا ټاکل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید