روزنامه اصلاح

چین: د کورونا ویروس خپریدل کابو شوی

د چین چارواکی وایی، د کورونا ویروس یا کووید -۱۹ “په ټولیزه توګه کنټرول” شوی دی. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی وایی، هوبی ولایت نه بهر په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۱ ورځو راهیسې په پرله پسې ډول کم شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلی له چین څخه بهر په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر نه دی تر سترګو شوی.

ښاغلی وانګ وویل چې له ناروغۍ د رغېدلو کسانو شمېر هم د پام وړ لوړ شوی دی.

چینایی چارواکو منلې چې تر ۲۵۰۰ ډېر کسان په دې ویروس اخته شوی چې له کبله یې د مړو شویو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلی په چین کې یې د دې ویروس د خپرېدو په اړه خپلې څېړنې پیل کړی دی.

د دغه سازمان کارپوهان او څېړونکی له امریکایی متخصصانو سره چین ته تللی چې د دې ویروس د خپراوی پر څرنګوالی څېړنې وکړی.

په همدې حال کې چین امر کړی چې د دې هېواد پلازمینې بیجینګ ته ورتلونکی کسان به لومړی ۱۴ ورځې قرنطین کېږی او له دې پریکړې سرغړونکو ته یې د سزا ګواښ کړی دی.

د چین دولت دا تدبیرونه د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی په پار وروسته له هغه نیولی چې تر اوسه یې هلته نژدې ۱۴۰۰ کسان وژلی دی.

کورونا یا کووېډ- ۱۹ ویروس لومړی ځل د چین پلازمېنې ترڅنګ د هوبی ولایت له ووهان ښاره خپور شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید