روزنامه اصلاح

چارواکی وایی دوو کلونو کې به د پاشدان د اوبو بند جوړ شی

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکی وایی، چې په هرات کې د پاشدان د اوبو بند د جوړولو کار به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړ شی.

پاشدان په هرات ولایت کې د اوبو دویم لوی بند دی، چې د دغه ولایت له مرکز څخه په ۲۵ کیلو متره واټن کې موقعیت لری.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وایی، چې د دغه بند ساختمانی چارې ۴۲ فیصده پرمخ تللی دی او تر راتلونکو دوو کلونو به بشپړې شی.

د دغه وزارت سرپرست ګل محمد خُلمی وویل: “همدا شیبه شاوخوا اتیا لوی ماشینونه او ۳۰۰ نفره کارګران د پاشدان په بند کې کار کوی، چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوبو د زیرمې یوه لویه پروژه ده، چې موږ کولی شو په دې بند کې موسمی سیلابونه ذخیره کړو”.

د ښاغلی خُلمی پر وینا، دا بند به د دوه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ، ۱۳زره هکتاره ځمکه هم خړوبه کړی.

د هرات په کروخ ولسوالۍ کې د دغه بند د جوړولو کار په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل شوی وو او ټاکل شوې وه، چې په درېیو کلونو کې بشپړ شی، خو د مختلفو لاملونو په سبب یې ساختمانی چارې په ټپه درېدلې وې.

د پاشدان د اوبو بند په جوړولو ۱۷۷ میلیون امریکایی ډالر لګښت راځی، چې د افغانستان د پراختیایی بودجې له خوا تموېلیږی. دا بند یو کیلو متر اوږد او ۴۲ متره غوچ دی.

د هرات د ولایتی شورا مرستیال توریالی طاهری وویل، چې د کروخ ولسوالۍ اوسیدونکو د پاشدان په مختلفو سیمو کې د پوستو په جوړولو سره، د دغه بند امنیت ټینګ کړی دی او چا ته یې د سیمې د ناامنه کولو اجازه نه ده ورکړې.

د هرات د والی عبدالقیوم رحیمی وویل، چې د دې بند د کانالونو په جوړولو هم کار روان دی او افغان حکومت هڅه کوی چې د افغانستان په ځانګړی ډول د هرات اوبه مدیریت کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید