روزنامه اصلاح

چابهـار بندر ولې د امریـکا له بنـدیزونو معـاف شـو؟

سږکال د نومبر پر ۲۵مه، امریکا پر ایران خپل نوی بندیزونه ولګول چې تر ټولو سخت بندیزونه یادېږیخو افغانستان او هندوستان ته ځینې ځانګړې استثناوې ورکړل شوې دید بېلګې په توګه هند ته اجازه ورکړل شوه پر چابهار بندر او ورسره اړوند اورګاډی پټلۍ کار وکړی چې له چابهار تر افغان پولې وغځېږی.

د دې ترڅنګ هند او افغانستان له ایران تېل واردولی شی.

د چابهار د استثنا په اړه د امریکا له خوا وویل شول چې د افغانستان اقتصادی پرمختګ، بیا رغونې چارو او بشری اسانتیاوو لپاره ورته استثنا ورکړل شوه. خو که د چابهار ستراتېژیک ارزښت ته وکتل شی، نو دا به جوته شی چې د استثنا تر شا د افغانستان نه ورهاخوا نور داسې لاملونه وو چې امریکا اړه وه استثنا یې کړی.

د چابهار جیو- سیاسی او جیو- اقتصادی اهمیت

د نړیوال او سیمه ییز سیاست په رڼا کې چابهار ډېر ځانګړی جیو- سیاسی او جیو- اقتصادی حیثیت لری.

که وګورو چابهار د هند له خوا د چین په مالی مصرف جوړېدونکی ګوادر بندر په مقابل کې جوړېږی او په ورته وخت نوی ډېلی ور سره مځنۍ اسیا ته لار پېدا کوی.

په دې توګه هند په یاده سیمه کې د چین پر وړاندې خپل سیاسی او اقتصادی نفوذ زیاتولی شی.

خو چین تل د چابهار پروژې ملاتړ کړی او لامل یې ښایی دا وی چې ایران سره نژدې سیاسی او اقتصادی اړیکی لری او غواړی د هغه ګټې په یادو برخو کې خوندی وساتی.

بلې خوا ته سره له دې چې د امریکا اړیکی ایران سره ترینګلی دی، او ورځ تر بلې ورباندې سخت نه سخت بندیزونه لګوی، خو بیا هم مجبوره ده د هند لپاره د چابهار په اړه یو څه نرم دریځ خپل کړی.

د دې لوی لامل دا دی چې واشنګټن غواړی په سیمه کې نوی ډېلی له سیاسی او اقتصادی اړخه د بېجینګ په مقابل کې پیاوړی کړی او چابهار د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره ډېر مهم رول لری.

د امریکا افغان ستراتیژۍ کې هند ته ډېر رول ور کول؛

بل خوا کله چې ټرمپ د تېر کال اګست میاشت کې د افغانستان او سویلی اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژی اعلان کړه، نو هند ته په افغانستان کې د پراختیا په برخه کې پراخه ونډه ورکولو باندې ټینګار شوی ؤ چې کابل او نوی ډېلی یې هرکلی کړی ؤ.

په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د کابل او نوی ډېلی د پیوستون څرک نه مالومېږی، چابهار هغه دروازه ده چې هندوستان ته دا فرصت برابروی چې په افغانستان کې اقتصادی او پراخیتایی چارو ته دوام ورکړی.

چابهار هند له افغانستان سره نښلوی او افغانستان بیا د هند او د منځنی اسیا هېوادونو ترمنځ‌ یو پول جوړېږی.

دا پرمختګونه د هغو هلو ځلو برخه ده چې له برکته یې هند غواړی دا فرصت پیدا کړی چې د چین پر وړاندې په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ زیات کړی. بلې خوا ته ایران سره د تېلو تجارت په اړه استثنا هم د حېرانتیا خبره نه ده. هند په نړۍ کې یو د څلورو لویو تېل واردوونکو هېوادونو څخه دی او ایران بیا هند ته درېیم لوی تېل صادروونکی هېواد دی.

کله چې له ایران د تېلو د نه اخیستو په اړه د امریکا فشارونه زیات شول نو هند د امریکایی ضرب الاجل نه یوه میاشت وړاندې په دې اړه خپل دریځ روښان کړ، او جوته یې کړه چې دې برخه کې به پر ایران د بندیزونو مخالفت کوی.

په داسې سختو شرایطو کې د هند له خوا د ایران ملاتړ به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو پیاوړې کولو کې مرسته وکړی او د چابهار پروژې د بشپړولو لار به هواره کړی.

له بندیزونو مخکې نوی ډېلی ته د تهران خبرداری؛

تهران ته د روان میلادی کال جولای میاشت کې نوی ډېلی خبرداری ورکړی ؤ چې که د امریکا فشار لاندې او احتمالی بندیزونو سره سم، د ایران نه تېل اخیستل ودروی نو په چابهار بندر کې به ورکړل شوی ځانګړی امتیازونه له لاسه ورکړی.

که ایران اړ شو د چابهار پروژه کې چین ته مخ واړوی او ترېنه د ګډون غوښتنه وکړی نو د چابهار سره تړلې د هند ستراتیژیکې موخې به تر ډېره بریده زیانمنې شی.

بلې خوا ته د افغانستان له خوا له ایران د تېلو نه اخیستلو په ځواب کې احتمال ؤ چې ایران افغانستان ته ټرانزیت برخه کې ستونزې رامنځته کړې وی.

چابهار د خپل ځانګړی ستراتیژیک ارزښت له کبله په ایران لګول شویو بندیزونو نه مستثنا شو، خو پر ایران لګول شوی پاتې بندیزونه به د ایران اقتصاد ته سخته ضربه ورسوی.

سره له دې چې چابهار باندې بندیزونه نه دی لګول شوی، له اقتصادی پلوه د ضعیف ایران لپاره به ډېره ستونزمنه وی چې هند سره په ګډه د بندر کارونه چټکۍ سره بشپړ کړی او له دې پروژې د افغانستان په ګډون په بشپړه توګه ګټه پورته کړی.

شعیب رحیم

ممکن است شما دوست داشته باشید