روزنامه اصلاح

څېړنه: پر ۳۲۸ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوی چې یوازې له ۵ څخه تر  ۶۰۰ یې اړول شوی دی

په روان میلادی کال کې په مجموعی ډول تر درې لکه هکتاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوی چې حکومت یوازې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکتارو ځمکو کوکنار اړولی دی.

د افغانستان له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت څېړنو لومړنۍ شمېرې ښیې چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ۳۲۸ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوی او بزګرو د ډېری ځمکو تریاک هم ټول کړی دی.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدی ازادی راډیو ته ویلی چې په روان میلادی کال کې ډېری کوکنار د کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، بلخ، بدخشان، فراه، فاریاب، بادغیس، سمنګان، بغلان او هرات ولایتونو په ناامنه سیمو کې کرل شوی دی.

ښاغلی احمدی وایی چې په‎دې سیمو کې ناامنۍ د کوکنارو د کښت اړولو مخه نیولې ده، خو دا چې په ځینو امن سیمو کې هم کوکنار نه‎دی اړول شوی، په‎دې اړه ښاغلی احمدی وایی:

“په ۲۰۱۸ کال کې په ۳۲۸ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوی وو، موږ باید له دوو څخه تر پنځو فیصدو پورې د کوکنارو کښت اړولای وای، خو خپل دې هدف ته و نه رسېدو. په‎دې څو ولایتونو کې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکټارو پورې ځمکې له کوکنارو څخه پاکې شوی دی. په سلو کې ۹۳ کوکنار په هغو سیمو کې کرل شوی چې ناامنه دی. په کومو سیمو کې چې امن دی، هلته بیا د مربوطه ادارو ترمنځ همغږی نشته.”

ښاغلی احمدی زیاتوی چې له ۲۰۱۴میلادی کال راهیسې د ناامنۍ له خاطره د کوکنارو اړولو کلنی پلان سم نه‎دی عملی شوی او موږ خپل ټاکلی هدف ته نه یو رسېدلی.

دا په‎داسې حال کې ده چې د کندهار له نشه یی موادو سره د مبارزې ریاست وایی چې په کندهار کې بزګران د کوکنارو له کښت سره لیوالتیا نه‎لری، خو د شمالی ولایتونو مسؤلین بیا په خپلو سیمو کې د کوکنارو د زیاتوالی خبره کوی.

غور هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې سږکال ډېر کوکنار په‎کې کرل شوی دی.

د غور ولایت له نشه یی موادو سره د مبارزې د رئیس په وینا سږکال په‎دې ولایت کې د کوکنارو د کښت پرضد کمپاین نه‎دی شوی.

د ولسی جرګې له نشه‎یی موادو سره د مبارزې کمېسیون یو غړی چمن شاه اعتمادی وایی چې د ناامنۍ تر څنګ، د جدی موقف او عملی پلان نشتوالی هم د نشه‎یی موادو کښت او تولید ته لاره اواره کړې ده.

ښاغلی اعتمادی زیاتوی:

“له نشه‎یی موادو سره د مبارزې په برخه کې د چارواکو بې غوری او نه پاملرنه د کوکنارو کښت او تولید ته لاره اواره کړې ده. له بده‎مرغه چې په وروستیو کلونو کې له نشه یی موادو سره د مبارزې په برخه کې داسې ستراتیژیک او د عملی کېدو وړ پلان نشته. اوس چې نشه یی مواد ډېر شوې او د مبارزې د برخې چارواکی ناامنی پلمه کوی دا سم دلایل نه‎دی، بلکې دا عذر تر ګناه بدتر دی.”

له نشه‎یی موادو سره د مبارزې وزارت بیا د افغان امنیتی ځواکونو له لومړیتوبونو څخه د نشه‎یی موادو د مبارزې وتل د کوکنارو د کښت او تولید د زیاتوالی لامل بولی او له امنیت شورا څخه غواړی چې له نشه یی موادو سره مبارزې ته دې له تروریزم سره د مبارزې د پلان په سرکې ځای ورکړی.

دغه ډول ښاغلی اعتمادی وړاندیز کوی چې امنیتی ځواکونه او نشه یی موادو ته ځانګړی شوی ظرفیتونه باید په نورو برخو کې و نه‎لګول شی، ځکه چې له نشه یی موادو سره مبارزه د طالبانو او تروریستانو مالی سرچینې وچوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید