روزنامه اصلاح

څه باندې ۱۹زره افغان سرتیری واکسین شوی

افغان چارواکی وایی په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین د پیل څخه بیا تر دا مهاله ۱۹۶۱۷ امنیتی منسوبین واکسین شوی دی.
د یادو کسانو له ډلې ۱۰۹۵۰ تنه یې د ملی اردو سرتیری او ۸۶۶۷ نور یې افغان ملی پولیس دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل چې په کابل او ولایتونو کې د ملی اردو سرتیرو ته د کرونا واکسین لګولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.
نوموړی زیاته کړه: “د افغانستان د دفاع وزارت ټول منسوبین د پلان پر اساس د کرونا ویروس ضد واکسین کیږی.”
پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ معین صدیق صدیقی وایی چې تر دامهاله په زرګونو پولیسو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول شوی دی.
په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شو.
د کرونا واکسین ۵۰۰زره ډوزه د هند لخوا افغانستان ته ورکړل شول چې د چارواکو په وینا ټاکل شوې ۲۵۰زره کسانو ته ورکړل شی.
بلخوا د افغانستان د روغتیا وزارت ویلی چې تر دا مهاله ۴۱۷۶۷ روغتیایی کار کوونکی، د رسنیو کارکونکو او ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۵۵۹۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوی او ۲۴۵۷ تنه نور ناروغان ورڅخه مړه شوی دی.
کرونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې ۱۱۹ میلیونه ۴۸۸زره کسان په کرونا اخته شوی اوڅه باندې دوه میلیونه کسان ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید