روزنامه اصلاح

څار بنسټونه : د انتخاباتو کمېسیون په یوځای د ۴ انتخاباتو د ترسره کولو تـوان نه‌لـری

په افغانستان کې د انتخاباتو د څار ځینی بنسټونه وایی چې؛ د وخت د کموالی، د انتخاباتو کمېسیون د کمزوری مدیریت، ناامنیو او د بودجې د کمښت له امله کمېسیون د دې وړتیا نه‌لری چې راتلونکی څلور واړه انتخابات په یوځای په شفاف ډول ترسره کړی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید ازادی راډیو ته ویلی، چې دا په کمېسیون یو لوی بوج او ستر مسؤلیت دی او وبه نه‌توانېږی.

نوموړی وایی: “په یوځای د څلورو انتخاباتو ترسره کېدل د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون لوی بوج او دا یو ستر مسؤلیت دی، کمېسیون د ولسی جرګې انتخابات ښه مدیریت نه‌شو کړای، د کمېسیون رهبری په خپلو کارونو کې پاتې راغلی او څلور واړه انتخابات په یوځای نه‌شی ترسره کولای.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلی چې د جمهوری ریاست انتخابات به د راتلونکی لمریز کال د حمل په ۳۱مه ترسره کوی.

خو اوس د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات وایی، حکومت له کمېسیونه غوښتی چې د جمهوری ریاست، ولایتی او ولسوالیو شوراګانو او دغه‌شان د غزنی ولایت د ولسی جرګې انتخابات په یوځای ترسره کړی.

ښاغلی سادات وویل چې حکومت کمېسیون ته ویلی، نه‌شی کولای هر ځلې انتخاباتو ته جدا بودجه ورکړی او هم‌یې امنیت خوندی کړی.

نوموړی زیاته کړه: “حکومت کمېسیون

ته ویلی، څلور واړه انتخابات دې یوځای ترسره شی او حکومت هر ځلې انتخاباتو ته جلا بودجه نه‌شی ورکولای او نه‌یې هم امنیت خوندی کولای شی، کمېسیون کولای شی د حمل په ۳۱مه د جمهوری ریاست انتخابات ترسره کړی، خو مشکله به وی چې دغه څلور واړه انتخابات د حمل په ۳۱مه مدیریت کړای شو.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په‌دې تړاو چې دغه انتخابات ټول یوځای ترسره شی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۵» یوه طرحه له سیاسی ګوندونو، مدنی ټولنو او د امنیتی بنسټونو له استازو سره هم شریکه کړې ده چې پر بنسټ‌یې که د ټولو انتخاباتو پر یوځای کېدو سلا راغله، نو د سرطان په ۲۲مه نېټه به ترسره کېږی.

بل‌خوا د افغانستان د ازادو انتخاباتو د روڼتیا د څار بنسټ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ وایی، د څلور واړه انتخاباتو په یوځای ترسره کېدل به د انتخاباتو شفافیت ته سخت زیان ورسوی.

ښاغلی ننګ زیاته کړه:

“که له جمهوری ریاست انتخاباتو سره د ولایتی شورا او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شی، حکومت غواړی په دې سره وښیی چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ دی چې دا کار په بشپړه توګه د انتخاباتو شفافیت ته زیان رسوی او کمېسیون نه‌شی کولای دغه ټاکنې په درسته توګه مدیریت کړی.”

ټاکل شوې وه چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ولسی جرګې له انتخاباتو سره یوځای ترسره شی، خو د امنیتی مشکلاتو، په شرایطو د برابرو کاندیدانو نشتوالی او د یو شمېر نورو بېلابېلو ستونزو له امله دغه انتخابات وځنډول شول.

دغه‌شان د غرنی ولایت د ولسی جرګې انتخابات هم د ناامنیو له امله تر اوسه نه‌دی ترسره شوی.

دا په‌داسې حال کې چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلی و چې د جمهوری ریاست انتخاباتو مهالوېش بشپړ شوی او د روانې اوونۍ په اوږدو کې به اعلان شی.

په دغه کمېسیون کې یوې باوری سرچینې ازادی راډیو ته ویلی چې د جمهوری ریاست او غزنی ولایت د ولسی جرګې انتخابات به یوځای ترسره کېږی او ممکن مهالویش‌یې سبا یا بله ورځ اعلان شی.

خو لا هم معلومه نه‌ده چې د ولایتی او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به څه وخت ترسره شی؟

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د ولایتی او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو مدیریت او چمتووالی درې میاشتې وخت غواړی.

رحمت‌الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید