روزنامه اصلاح

پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر:  د خوراکی او انسانی اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ۲۰ ولایتونو ته مرستې رسېدلی

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو له ژمی مخکې له وچکالۍ نه زیانمنو خلکو ته د رسېدنې او مرستې په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د جدی اقداماتو غوښتنه کړې ده، پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وایی، دوی له ممکنه ناوړه عواقبو نه د مخنیوی په هدف کوټلی ګامونه اخیستی دی.

نجیب اقا فهیم ازادی راډیو ته ویلی، چې دوی د دغه هدف لپاره د بېلابېلو وزارتونو سره په همکارۍ یو بشپړ پلان تطبیق کړی چې هیله‎مند دی له وچکالۍ څخه اغېزمنتیا به راکمه کړی.

ښاغلی فهیم وایی:

“موږ په لومړی پړاو کې ۲۰ ولایتونو ته مرستې رسولې دی او وړاندوینه دا ده چې د وچکالۍ او اړمنتیا اغېز کمېږی، خو په اوږد مهال کې د مرستو په برخه کې هم موږ د سرچینو له کمښت سره مخ یو او هم نړیواله ټولنه ځینی مالی ستونزې لری.”

دی وایی، د کال له پیل راهیسې یې دا پلان په څلورو پړاوونو کې بشپړ کړی.

ښاغلی فهیم په‎دې برخه کې مالونو ته د خوراک د لېږد، په ذخیرو کې د غنمو د ځای پر ځای کېدو، اړمنو سیمو ته د ټانکرونو له لارې د اوبو او روغتیایی خدماتو د رسولو خبره کوی.

خو دی وایی، د اټکلېدونکی لوږې د ختمولو لپاره لا جدی اقداماتو ته اړتیا ده چې په‎دې توګه د خلکو د بې‌ځایه کېدو او د نرخ له لوړېدو مخنیوی وشی.

دا په‎داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی مرستیال توبی لانزر خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ له امله د غنمو کم کښت به دوه میلیونه افغانان غذایی او انسانی مرستو غوښتلو ته اړ کړی.

ده ویلی چې که افغان حکومت او نړیواله ټولنه سر له اوسه د دغې ستونزې د هواری لپاره لاس په کار نه‎شی ممکن په راروان ژمی کې افغانستان له ناورین سره مخ شی.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بیا سږ کال د یو میلیون مټریک ټنه غنمو کم کښت تأییدوی، خو وایی چې د اړتیا د پوره کېدو لپاره تدابیر هم لری.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمی وایی، دوی د اغېزمنو ولایتونو لپاره په ستراتېژیکو ذخیرو کې کافی غنم لری او په لا نورو لارو چارو هم کار کېږی.

رستمی زیاته کړه:

“په اکثرو ولایتونو کې د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او دا به دوام ولری، هغه اندازه غنم چې سږ کال کمېږی موږ به‌یې را وارد کړو چې له اقتصادی اړخه هم ګټور وی، په‎دې برخه کې له قزاقستان سره لومړنۍ خبرې شوې دی.”

په افغانستان کې د څو کلونو راهیسی د غنمو حاصلات تر څلورنیم مټرېک ټنه رسېدلی وو، خو سږ کال د وچکالیو له امله دا اندازه درې نیم میلیون مټریک ټنو ته راښکته شوې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دی، خو دا وخت د افغانستان ۲۲ ولایتونه له سختو وچکالیو سره مخ دی.

یوسف خان ځدراڼ

ممکن است شما دوست داشته باشید