روزنامه اصلاح

پوهاند محمد رسول باوری: کابل ښار بډاى فرهنګ او تاریخ لری

د کابل د فرهنګی اوونۍ د جوړولو لپاره د تیاری دنیولو په لړکې د دغې اوونۍ د جوړولو لپاره د تیاری دکمیټې غونډه جوړه شوه..

د باختر آژانس د خبریال دخبرله مخې: د کابل فرهنګی اوونۍ به د زمری د میاشتې د ٢٨ نیټې د هېواد خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په درشل کې جوړه شی.

په دې غونډه کې چې د اړوندو وزارتونو او بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمدرسول باوری د دې ترڅنګ چې د دغې اوونۍ په لاښې ترسره کولو ټینګار وکړ، ویې ویل: کابل غنی فرهنګ او تاریخ لری او د کابل اصیل خلک په ټولو برخوکې ارزښتناکې لاسته راوړنې لری.

وروسته د غونډې برخه والو د دغې اوونۍ د ښه ترسره کولو په خاطر خپل نظرونه او پیشنهادونه وړاندې کړل.

ښایی د کابل فرهنګی اوونۍ د زمری د میاشتې په درېیمه لسیزه کې په څو سیموکې ونمانځل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید