روزنامه اصلاح

پوهاند محمد رسول باوری: د ژبو د ودې لپاره منظم پروګرام ته اړتیا ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری د ” افغانستان د ملی ژبو د ودې او پرمختیا” ترنامه لاندې روزنیز ورکشاپ پرانیست.

د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه روزنیز ورکشاپ چې د ژبې١٢٠ تنو استادانو او متخصصانو پکې ګډون لاره؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعین پوهاند محمد رسول باوری په هېوادکې د ژبې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ژبه په ټولنوکې د ملتونو او قومونو د ژوندی پاتې کېدو وسیله ده.

د هغه د څرګندونو له مخې: په افغانستان کې د ژبو وده د لارښود تدوین ته اړتیا لری چې باید په پرله پسې ډول تعقیب شی.

د جمهوررییس فرهنګی سلاکار اسدالله غضنفر د موضوع په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او ویې ویل: زموږ په هېوادکې بېلابېل قومونه ژوند کوی او بېلابېلې ژبې لری.

هغه په ټینګار سره وویل: په هېواد کې ځینې ژبې آن رسم الخط ( لیکدود) هم نه لری او د ژبو وده او پرمختیا دوامدار او اکاډمیک کار ته اړتیا لری.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ رییسې محبوبې بابکرخېل وویل چې په دغه روزنیز ورکشاپ کې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو، د ثمر فرهنګی موسسې او د ژبو د ودې ملاتړ د کاناډایی موسسې ١٢٠ تنه استادانو او ماهرانو ګډون کړى دى او په څو کاری ډلوکې په هېوادکې د ژبو د دایمی ودې د لارښود د تدوین لپاره خپلې نظریې او پیشنهادونه وړاندې
کوی
.

ممکن است شما دوست داشته باشید