روزنامه اصلاح

پوهاند محمد رسول باوری: د بامیانو د فرهنګی میراثونو ترمیم په لومړیتوب کې ځاى لری

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری د بامیانو له والی محمد طاهر زهیر سره په دغه ولایت کې د فرهنګی میراثونو د ساتنې او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.

د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې: په هغې کتنه کې چې د دغو دواړو ترمنځ  وشوه؛ په بامیانوکې د فرهنګی میراثونو په ساتنې او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند په خبرو سربېره،  د بامیانو د سمڅو د ترمیم په اړوند هم خبرې وشوې.

پوهاند باوری وویل چې د تاریخی آبداتو او فرهنګی میراثونو ساتنه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دندو یوه برخه ده او بامیان د هېواد یو تاریخی ښار دى او د هغه تاریخی آثار او آبدات د نړۍ د فرهنګی میراثونو په فهرست کې شامل دی.

هغه وویل چې د دغه ولایت د آثارو او آبداتو د ترمیم لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې دی.

دغه راز د بامیانو والی د دغه ولایت د لرغونپېژندنې پارک جوړول او د تاریخی آثارو او آبداتو ساتنه او ترمیمول مهم او ارزښتناک وبلل.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید