روزنامه اصلاح

پوهاند باوری: د یونسکو او آیسیسکو له ظرفیتونو څخه دې لا ډېره ګټه وشی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری، د یونسکو او آیسیسکو له ملی کمېسیون سره د دغه وزارت پر همکاریو ټینګار وکړ.

د باختر آژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې پرون د یونسکو او آیسیسکو له ملی  کمېسیون سره د بلدتیا په موخه په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه؛  پوهاند محمدرسول باوری وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په څلورو برخو کې له یونسکو سره همکاری لری.

د پوهاند باوری د څرګندونو له مخې: د یونسکو او آیسیسکو ملی کمېسیون په افغانستان کې د پروژو لپاره د مرستې جذبولو اسانتیاوې برابروی. پوهاند باوری زیاته کړه: په نږدې راتلونکی کې په هېواد کې د دغه کمېسیون په مرسته د ماشومانو لپاره کتابتونونه جوړېږی او ټینګار یې وکړ چې د دغو سازمانونو له ظرفیتونو څخه باید زیاته استفاده وشی. د یونسکو او آیسیسکو د ملی کمېسیون سکرټر جنرال محمد شاکر حبیب یار وویل: د دغه سازمان د اساسنامې له مخې، هر هېواد په دې برخه کې د یو کمېسیون په  جوړولو مکلف دى او په همدې موخه دغه  کمېسیون جوړ شوى دى.

د هغه د څرګندونو له مخې: د دغه کمېسیون رول په نړۍ کې له سولې او امنیت سره  د مرستې په مقصد د نړیوالو همکاریو برابرول دی.

وروسته په پروګرام کې د یونسکو او آیسیسکو د ملی کمېسیسون استازی حیات الله  مهریار د کمېسیون د جوړښت، هدفونو او دندو په باب هر اړخیزې څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د باختر آژانس رییس نجیب الله شینواری د غونډې موضوعګانې راټولې کړې او د یونسکو او آیسیسکو له ملی کمېسیون څخه د مننې په څرګندولو سره  د فرهنګی او اطلاع رسونې په برخوکې یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره  د کمېسیون د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید