روزنامه اصلاح

پوهاند باوری: د ملی فرهنګ پالیسی باید د ټولنې ټولو وګړوته د منلو وړ وی

د ملی فرهنګ د پالیسۍ د چمتو کولوکمېسیون د چهارشنبې په ورځ  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د فرهنګ او هنر د معین پوهاند محمدرسول باوری په مشرۍ غونډه وکړه. د غونډې په پیل کې پوهاند باوری په لنډو خبروکې وویل: داسې پالیسی باید جوړه شی، چې د فرهنګ او هنر د کارکوونکو او د ټولنې د ټولو وګړو د منلو وړ وی. ده په ټینګار سره وویل، چې کمېسیون باید خپل کار ګړندى کړی او د هېواد ټول  فرهنګی مسئلې دې په پام کې ونیول شی.پوهاند باوری په هېوادکې د فرهنګ بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ټولنه ځانګړى فرهنګ  لری او باید کمېسیون د ټولنې د نظر له  خاوندانو سره اړیکه ونیسی او د هغوى نظریو ته پاملرنه وکړی.وروسته د اطلاعاتو  او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر خوشحال روهی دکمېسیون  د کارونو په باب رپوټ وړاندې کړ.د غونډې په وروستیوکې برخه والو په اجندا کې د شاملو موضوعګانو په باب خبرې  وکړې. 

ممکن است شما دوست داشته باشید