روزنامه اصلاح

پوهاند باوری: افغانان نه بېلېدونکی او نه ماتېدونکی ولس دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری ختیځو ولایتونو ته په فرهنګی، علمی، څېړنیز، تاریخی او تفریحی سفر کې افغانان نه بېلېدونکی او نه ماتېدونکی ولس یاد کړ.

په دغه سفر کې چې مشری یې پوهاند محمد رسول باوری کوله د دغه وزارت یو شمېر مشاورینو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزی او د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو ګډون لاره.

د طلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری د باختر اژانس له خبریال سره په خبرو کې کابل ته د ولایتی رییسانو د راتګ او بیا د دغه سفر موخې ډېرې، خو په ځانګړی ډول یې د اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد او د حماسی شاعر ارواښاد ملنګ جان په سیمینارونو کې ګډون یاد کړ.

پوهاند باوری زیاتوی چې د دغه وزارت له دندو څخه یوه هم له خلکو سره مخامخ د فرهنګی اړیکو پالل دی چې د دغو اړیکو د لا ښه ټینګولو لپاره یې یاد سفر اغېزمن یاد کړ.

معین وایی چې په دغه سفر کې ولایتی رییسانو په بېلابېلو برخو کې د ختیځو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له مشرانو ډېرې تجربې ترلاسه کړې او خپلې تجربې یې له هغو سره شریکې کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری زیاتوی: یو شمېر بهرنیان افغانان نه یو ځای کېدونکی ولس ګڼی، خو دغه سفر څرګنده کړه چې افغانان نه بېلېدونکی او نه ماتېدونکی ولس دی.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې د تاریخی آثارو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړی، ځکه چې تاریخی آثار د یوې ټولنې د وګړو هویت دى، خو که له لاسه یې ورکړی بې هویته کېږی.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس عبدالمقیم افغان  چې د دغه وزارت د خلکو فرهنګ له ریاست سره په ګډه د یاد سفر د تنظیم مسوولیت درلود؛ وایی چې ورته فرهنګی، علمی، څېړنیز او تاریخی سفرونه د یو بل درک کولو لپاره خورا ګټور دی.

افغان وایی چې په دغه سفر کې موږ ټولو په ننګرهار او لغمانو کې د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ، د ریالېست لیکوال ارواښاد سعد الدین شپون، ملنګ جان بابا، شاه امان الله خان، د عدم تشدد د سرلاری خان عبدالغفار خان مقبرې وکتلې، د ملنګ جان بابا جونګړه پرانیستل شوه، سراج تاریخی کلا، دانش فرهنګی مرکز، سراج العمارت ماڼۍ، ډاکټر تیتسو ناکامورا د پارک او د کونړ طبیعی ښکلاګانې ننداره کړې.

هغه زیاتوی چې یاد سفر ډېرې خو دوې یې ډېرې مهمې ګټې درلودې: لومړی د ظرفیت لوړونې او دویم یې ولایتی رییسانو په دغه سفر کې زده کړل چې د توریزم د ودې لپاره ترلاسه کړې تجربې څنګه او  په ښه ډول سره په خپلو سیمو کې پلې کړی؟

د پلان او پالېسۍ رییس وایی چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ کور دی، خو هره سیمه یې بیا بېلا بېل دودونه لری، چې په دغه سفر کې هم د ټولو ولایتونو رییسان د ننګرهار او کونړ له دودونو سره اشنا او له تجربو یې برخمن شول.

افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې، قدم په قدم پکې لرغونی اثار او تاریخی آبدې تر سترګو کېږی، خو په هېواد کې جنګ جګړې د سلګونو تاریخی آبداتو د ویجاړېدو او د زرګونو تاریخی اثارو د لوټ کېدو لامل شوې دی.

د پلان او پالیسۍ رییس وایی چې د هېواد تاریخی آثار او آبدې زموږ د پنځه زره کلن تاریخ ښکارندوی کوی، هغه له هېوادوالو غواړی چې د تاریخی آثارو او آبدو په ستانه کې له دولت او په ځانګړی ډول د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاری وکړی.

افغانستان چې د تاریخی آبداتو او اثارو په برخه کې یو له غنی هېوادونو څخه شمېرل کېږی چې په وروستیو څلورو لسیزو کې یې زیات شمېر تاریخی اثار تالا شوی او نورو هېوادونو ته وړل شوی دی.

په ورته وخت کې د  اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت د باختر آژانس عمومی رییس نجیب الله شینواری هم ورته فرهنګی سفرونه  د کلتوری راکړې ورکړې لپاره ګټور یاد کړل.

هغه له هېوادوالو غواړی چې د دانش خپروندویه ټولنې په څېر نوښتونه وکړی او ورته  ټولنې جوړې کړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو ولایتونو او د مرکزی برخې یو شمېر  رییسان په داسې حال کې د هېواد ختیځو ولایتونو ته فرهنګی، عملی، څېړنیز، تاریخی او تفریحی سفر کوی چې له دې ټیک یوه ورځ وړاندې هم دغو رییسانو ته په یاد وزارت کې د پلان او پالیسۍ ریاست د راپور ورکولو په برخه کې دوه ورځنی پروګرام جوړ کړی و.

په  یاد پروګرام کې د  اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د مرکزی او ولایتی برخې مشرانو د خپلو کارونو، لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکی لپاره د خپلو پروګرامونو
رپوټونه وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید