روزنامه اصلاح

په کونړ کې سلګونو مېرمنو د سولې غږ پورته کړ

کونړ کې د سولې لپاره د افغان ښځو ملی اجماع تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ښځو د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې نور دې په دې وطن کې مېندې نه بوروی .

په دغه مراسیمو کې چې د کونړ والی عبدالستار میرزکوال سربېره د ولسمشر سلاکاره او د سولې عالی شورا غړې ملالۍ شینوارې ،د لومړۍ مېرمنې د دفتر رئیسې پلوشې احمدزۍ ،اغلې عائیشه نورزۍ ، د سولې شورا د دفتر رئیسې آسیا او د کونړ سلګونه ښځینه وو برخه اخیستې وه ،چې په هېواد کې د پایداره سولې ټینګښت په برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل .

د کونړ والی عبدالستار میرزکوال د خبرو په ترڅ کې وویل چې د جګړو له امله د هرچا زیات ښځې دردېدلی او دوی باید په خپلو سیمو کې د سولې پېغام رسوونکی و اوسی،خپل اولادونه او د کورنۍ غړی سولې ته وهڅوی

کونړ والی وویل چې سولې الهی امر ، د ژوند ضرورت دی او د افغان کړیدلی ولس ستر ارمان دی ،چې په یاده برخه کې د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی بې ساری قدمونه اخیستې او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې اجماع رامنځته کړې ده .

کونړ والی د راغلی پلاوی څخه دمننې ترڅنګ ښځینه وو ته ډاډ ورکړ چې په دولتی ادارو کې به ورته پوره ونډه ورکړی ،مناسب چاپېریال او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړی .

د ناستې په ترڅ د څوتنو نجونو له لوری د هېواد شته ناخوالې د تمثیلی پارچې په وړاندې کولو سره انځور شوې او هېواد وال یې سولې ،علم او ملی یووالی ته وهڅول .

ممکن است شما دوست داشته باشید