روزنامه اصلاح

په کونړ کې د دولتی حاکمیت د ټینګښت لپاره په زړه پوری زمینی برابری دی

کونړ چې د هېواد په شمال شرق کې یو غرنې او سرحدی ولایت دی او د ډیورند فرضی کرښی په اوږدو کې پروت دی.

نوموړی ولایت ته د وخت حکومتونو چندان پاملرنه نه ده کړی او د نورو ولایاتو په پرتله ډیر وروسته پاتی دی، خو سره له دی چې د سرشارو طبیعی زیرمو، ځنګلونو او څپانده سیندونو درلودوکی او ګڼ شمیر وګړی یې په کرنه او مالداری بوخت دی، خو له دغو پریمانه طبیعی زیرمی او ځنګلونه  د یو شمیر زور واکو او خو د عرضو له خوا د هېواده  د باندی په غیر قانونی او قاچاقی ډول وړل کیږی او ګټه یې د هغوی شخص جیبونو ته ورلولیږی.

که دولت دغه پریمانه طبیعی زیرمو، اوبو او ځنګلونو څخه په فنی او اساسی توګه ګټه واخلی هم به د هېواد اقتصاد په پښو، ودریږی او هم به په ګڼ شمیر کې بی روزګاره ځوانانو ته د کار او کسب ښی زمینی برابری شوی وی.

دلته مونږ د کونړ ولایت له ښاغلی والی عبدالستار میرزکه‎وال څخه څو پوښتنی کړی چی په ګډه به یې ولولو.

په سر کې مو د کونړ له والی ښاغلی میرزکهوال صاحب څخه د کونړ د امنیتی وضعی او هم د طالبانو او داعش د ډلې د شتون او د ځایې خلکو سره د هغو د چال چلند په اړه وپوښتل نوموړی وویل:

د خدای نه ډیر راضی یمه چې د ټول هیواد په کچه د کونړ ولایت امنیتی وضعیت ښه دی، لویې لاری چې ولایتونه وصل کوی او هغه لاری چې ولایت د ولسوالیو سره وصل کوی ، ټولی د ترافیکو پر مخ خلاصی دی ، صرف په غازی آباد کې یو کوچېنې تهدید دی، د هغې د لمنځه وړلو لپاره هم تدابیر نیول شوی دی ، د سیمه ییزې اردو یو ټولی رامنځ شوی هلته به ځای پر ځای کیږی، زه باوری یم ستونزه به هم ډیر ژرحل شی ،همدارنګه ټولې ولسوالۍ فعال دی، د نورو ولایتو په پرتله دلته په دولت باندې د ولس اعتماد بې حده زیات دی، ځکه په هره ولسوالۍ کې شورا ګانی دی چې  دغه شورا ګانې د ملی حاکمیت په تامین کې لویه ونډه لری ،دلته د ځوانانو شورا ګانی دی د ولسی تړون شورا ګانی دی، قومی او د علماوو شوراګانی دی چې د ولسوالیو سره دوامداره په تماس کې دی او د دولتی حاکمیت د تمثیل لپاره په زړه پوری شرایط او زمینه برابره ده، ټول مکتبونه چی شمیری ۵۱۷ ته رسیږی، زده کوونکې په پوره لیوالتیا خپلو د رسونو ته حاضریږی، فعال دی چې له دې جملی څخه یې زیاته برخه د هلکانو ده او تقریباً تر ۶۰۰۰۰ پورې نجونې هم مکاتبو ته ځی چې د نورو ولایتو په نسبت مونږ په ډیر ښه او لوړ لیول کې یوو. هیڅ ډول تهدید مکاتبو ته متوجه نه دی په دې برخه کې ضمانتونه تر لاسه شوی دی اوپه هغه برخو  کې چې مخالفین حضور لری هلته هم زمونږ مکتبونه او روغتیایی مرکزونه فعال دی او خلکوته خدمتونه وړاندې کیږی.

ښاغلی عبدالستار میرکه وال د دی پوښتنی په ځواب کې چی آیا د کونړ په ولایت کې د تیری لسیزی په اوږدوکې څو سره ټولګټی پروژی او تأسیسات لکه مکتبونه، شفاخانې، سړکونه، پلونه او نور جوړ شوی او یارغول شویدی؟

تاسې معلومه ده چې د کونړولایت یو سرحدی او غرنی ولایت دی او ډیرې پېچلې درې لری او تقریباً ۱۶۱ کیلو متره د پاکستان سره فرضی پوله لرو چې په دې سرحد کې څلور موټر رو لارې او ۲۴ پیاده رونه دی چې په ډیرې اسانۍ سره پرې مخالفین تګ راتګ کولای شی ددې سره سره چې لارې ډیرې دی او د پاکستان د باجوړ ، چترال او مومندو ایجنسۍ سره هم سرحده یوو خو بیا هم په دې برخه کې د سیمه ییزې ادارې، امنیتی ځواکونو او ولسونو په ګډو هڅو امنیت تامین دی

داعش ډلی په ننګرهار کې د ځپل کېدو وروسته کونړته مخه کړه چې ځانته د دې ولایت په غرنیو سیمو کې ځای پیداکړی،موږ دې برخې ته جدی پاملرنه کوو  د افغان او نړیوالو ځواکونوپه هوایی عملیاتو کې ورته سخته مرګ ژوبله رسېدلې،ځانګړی عملیات پرې وخت په وخت ترسره شوی او په ګن شمېر کې یې له منځه تللې دی او دغه لړۍ دوام لری د طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم پرمختګ شوی او د ټولګټو پروژو پلی کېدو پروړاندې هیڅ ډول تهدید شتون نه لری .

په کونړ کی څو پوهنتونونه، نیمه عالی تعلیمی موسسی او مکتبونه فعال او په کوم شمیر کې نجونه او هلکان په کې په زده کړو بوخت دی؟

ښکاره خبره ده چې د تیرو لسیزو جګړو کې مو هېواد په کنډواله بدل شوی او هر څه بیارغونې ته اړتیا لرله د مرکز او ولسوالیو
ترمنځ غځیدلی سړکونه،پلونه،ښوونځی،روغتیایی ،علمی او اکاډمیک مرکزونه جوړشوی خو څنګه چې لازمه ده د خلکو غوښتنوته پوره لاس رسی نه دی شوی،شپېته سلنه ښوونځی ودانیوته اړتیا لری، برېښنا چې د کونړ ولسونو اساسی غوښتنه ده ،همدغسې پاتې ده،موږ دې ولایت ته په راتلو سره په نوې طرحه کار وکړ ،چې له یوې خوا به خلکوته کاری فرصتونه برابر او له بلې خوا به له شتو فرصتونو سمه ګټه واخیستل شی.

کونړ چې د ځنګلونو او اوبو له پلوه غنی ولایت دی او دا باید د هېواد برېښنا کوټ وی،کونړی سیند چې مرور تیریږی او خلکوته یې د ګټې څخه زیان زیات، متوجه دی ،د مهارولو پلان مو جوړ کړ چې له مخې به یې پنځه زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړو به شی دغه طرحه مو له ولسمشر سره شریکه کړې او په تدریجی توګه عملی کیږی چې څو ورځې وړاندې مو له څوکۍ ولسوالۍ پیل کړه .

د ځنګلونو احیا او کورنی تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې مو کار پیل کړی،د ځنګلونو د ساتنی لپاره سل شوراګانې جوړې شوی او د غوزانو(چارمغزو) د ځنګلونو په رامنځ ته کولو کار روان دی،د دې ترڅنګ د خصوصی سکتور او کورنی تولیداتو پیاوړی کېدو په موخه دلرګیو په یوې لویې فابریکی هم کارروان دی،چې د هېواد مارکیټونو ته په ښه کیفیت سره داسی توکی چې قېمت به یې زیات او لرګی به پرې کم مصرف شی، لکه د لرګیو زینتی توکی،میز،چوکی فرنېچر او داسې نور به په دغه فابریکه کې جوړ او (۲۰۰۰)  تنو ته به کاری فرصتونه هم برابرشی.

د دې ترڅنګ د مناګی برېښنا بند پروژه چې ډیره مهمه ده او دوه اعشاریه یو مېګاواټ برق به تولید کړی، پنځه کاله مخکې پرې کارپیل شوی ؤ خو د یو شمېر ستونزو له امله په خپل وخت بشپړه نه شوه،موږیې پروړاندې پرتې ستونزې اوارې او کار ته مو چټکتیا ورکړه چې راتلونکو دوه میاشتو کې به بشپړه شی،د دې ترڅنګ مو د ښاریانو د برېښنا دستونزو د اوارۍ په موخه ډیزلی برېښنا فعاله کړه،د اسعد آباد برېښنا کوټ د ترمیم کلکه ژمنه مو ترلاسه کړې پروژه یې واحدې منبع ته ورکړل شوې ،هیله مندیو چې عملی کار یې پیل شی.

د ښځو د حقونو او په دولتی ادارو کې د هغو دونډی په اړه تاسی نظر څه دی؟

د ښځوچارو ریاست سربېره،پوهنې،روغتیا،کار او ټولنیزو چارو کلیو او پراختیا ریاستونو کې ښځینه کارکوونکې شتون لری او سلګونه خوېندې د سېد جمال الدین افغان پوهنتون ،نیمه زده کړو او نورو علمی موسسو کې په زده کړو بوختې دی .

کونړ سنتی ټولنه ده ،دلته ډیر زیات استعدادونه شته خو یو شمېر سیمه ییز دودونه دی چې په ادارو کې یې د ښځو ونډه کم رنګه کړې په دولتی ادارو کې آزادې سیالۍ له لارې د وړتیاوو پر بنسټ کارکوونکی ګمارل کیږی،په استخدام کې ښځینه وو ته د اولیت حق ورکوو او زمونږ توقع همداده چې ښځینه په دغه بهیر کې ګډون وکړی.

سهیلا کبیر

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید