روزنامه اصلاح

په کونړکې د داعش او وسله والو طالبانو پرخلاف لاریون وشو

ولسی وګړو په کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو پر خلاف پراخ لاریون وکړ او د دواړو ډلوپر خلاف شعارونه یې ورکول.

دغه لاریون وال چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسیده وایی چې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ په چپې درې ولسوالۍ کې د شویو جنګونو له امله ۲۵۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو او سیمو پریښودو ته اړ شوې دی، چې اوس مهال د ژوند سختې شپې ورځې تېروی.

لاریون وال له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړی چې په چپه دره او ټول کونړ کې دې د داعش او وسله والو طالبانو پر خلاف پراخ پوځې عملیات ترسره کړی، څو د هغوی د واک لاندې سیمې ددوى له شتون څخه پاکې شی او کډه شوې کورنۍ بیرته خپلو مینو او کلیو ته ستنې شی.

راکډه شویو خلکو د باختر اژانس سیمه ېیزخبریال ته ویلی چې د داعش او وسله والو طالبانو د جنګ جګړو له امله خپل ډک کورونه پرې یېښی، خو تراوسه حکومت دوى سره مرسته نه ده کړې .

خو د کونړ ولایت د کډوالو چارو رئیس عبدالرشید ساپی وایی: شاوخوا ۸۰۰ کورنیو ته یې خوراکی او غیرې خوراکی توکی رسولی او پاتې کورنیو ته به یې هم په نږدې وخت کې ورسوی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت معین خوشحال سادات وایی چې په ننګرهار کې یې داعش مات کړی او په کونړ کې به یې هم وځپې.

شاوخوا یوه نیمه اوونۍ کېږی چې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې پکې دواړو خواو ته د سر درانه زیانونه اوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید