روزنامه اصلاح

په کندز کې د معتادینو پر ډېروالی اندېښنې

د کندز ښاریان د معتادینو ډېروالی اندېښمن کړی دیوی وایی چې د کندز ښار مرکزی سیمې د معتادینو د راټولېدو ځایونه دید کندز ښار پر سړکونو او کوڅو کې د معتادینو راغونډېدل او تګ راتګ، په ښار کې د یوې ټولنیزې ستونزې هغه تصویر دی چې د هر ښاری پام ځان ته وراړوی.

د کندز ښار اوسېدونکی دې ستونزې اندېښمن کړی او وایی، که اړوند ارګانونه دې ستونزې پام و نه کړی، نو ښایی معتادین د ښار نظم نور هم خراب کړی.

د کندز ښار یو اوسېدونکی اکمل رحمانی وایی، په ښار کې د معتادینو ډېروالی خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

دی وایی، دولت باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړی چې نشو ته مخه نه کړی.

نوموړی زیاته کړهباید د مخدره موادو له قاچاق کوونکو او پلورونکو سره قانونی چلند وشی، خلکو ته دې د مخدره موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شی او ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره شی، که دولت پر زېربنایی پروژو او کارخانو پانګونه وکړی، خلکو ته کار پیدا کېږی او له نشو راګرځی، ځکه چې یو شمېر خلک د بېکارۍ او فقر له امله نشو ته مخه کوی، په دې ډول به د نشه یی موادو په استعمال کې کموالی راشی.”

په ورته وخت کې د کندز ښار یو بل اوسېدونکی محبوب الله محبوب وایی، که له نشه یی موادو سره په جدې توګه مبارزه ونه شی، نو ښایی ډېری ځوانان په نشو اخته شی.

ده وویل: “متأسفانه چې په کندز کې د معتادو ځوانانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږی او دې مسئلې خلک سخت اندېښمن کړی دی، په داسې حال کې چې د درملنې په برخه کې کافې امکانات نشته، دولت باید د نشو په مخنیوی کې جدی ګامونه پورته کړی.”

بل خوا ته په کندز کې له نشه یی موادو سره د مبارزې رئیس عبدالبصیر مرشد هم د ښار په کوڅو او واټونو کې د معتادینو ډېروالی یوه ټولنیزه ستونزه بولی او دې وضعیت اندېښمن کړی دی.

ده وویل: “یو شمېر کسان چې تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوی، که دې کسانو ته د کار زمېنه برابره شی، نو ښایی بېرته په نشو اخته نه شی او بل دا چې په کندز کې څه باندې (۳۰) زره کسان په مخدره موادو اخته دی، په داسې حال کې چې دلته یوازې یو (۸۰) بستریز روغتون فعالیت کوی چې هغه د ټولو معتادینو د درملنې لپاره کافی نه دی.”

د کندز ولایت مدنی فعالان بیا د نورو ستونزو ترڅنګ بېکاری او په دې ولایت کې د ناامنیو او جګړو دوام د ځوانانو د اعتیاد ستر لاملونه بولی او وایی چې که اوزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره نه شی، ښایی په نشه د اخته کسانو شمېر تر دې هم ‌ډېر شی.

  اجمل ارین

ممکن است شما دوست داشته باشید