روزنامه اصلاح

په کابل کې د ماشومانو د زړه عملیات د لومړنی مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د اندراګاندی روغتون په اډانه کې د ماشومانو د زړه عملیاتونو د مرکز د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، چې یاد مرکز د ایټالیا د پراختیایی مرکز د درې میلیونه یورو په لګښت په اساسی ډول جوړېږی.

هغه وویل، چې په دې مرکز کې به ټول لازم تجهیزات، عملیات خونه، د تشخیص مرکز جوړېږی او د زړه د جراحۍ ډاکټرانو لپاره د ستاژ دوره هم په کې پیلېږی.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دې مرکز د فعالېدو لپاره لومړی په ګاونډیو او نورو نړیوالو هېوادونو کې د تحصیل شویو افغانانو استخدام وشی او نور پرسونل به یې د روزنې لپاره هند ته واستول شی.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې مرکز جوړېدل یو اساسی ګام وباله او ویې ویل، چې د داسې مرکز د نشتون له امله تر اوسه هم افغانان د زړه ناروغیو د یوه ساده تشخیص په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دی.

اجرائیه رئیس د اېټالیا له مرستو د مننې ترڅنګ د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له مرستو قدردانی وکړه، چې له افغانستان سره یې په روغتیایی برخه کې مرسته کړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په دې وروستیو کې د زړه ناروغۍ په ځانګړی ډول په ماشومانو کې د زړه د سوری کېدو ستونزه ډېره شوې؛ چې د داسې مرکز د جوړېدو اړتیا تر هر څه ډېره لیدل کېږی. اجرائیه رئیس هیله وښوده، چې یاد مرکز په ټاکلی مهال او په اساسی ډول ورغول شی، څو هېوادوالو ته اساسی خدمات وړاندې کړی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د سرې میاشتې نوښت او د چین هېواد په ګډون د یوشمېر هېوادونو او خصوصی سکتور ونډه د ستایلو وړ ده.

هغه له عامې روغتیا وزارت وغوښتل چې خپلو هیلو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او دی د ډېر کار روحیه د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او طبی پرسونل کې وینی.

اجرائیه رئیس د افغانستان د طبی پرسونل د خدماتو ستاینه وکړه چې په وینا یې په سختو شرایطو کې یې افغانانو ته خدمات وړاندې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید