روزنامه اصلاح

په کابل ښار کې د تروریستی برید په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو پر مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د تروریستی برید له امله یو ځل بیا وحشت وکړ او زموږ یو شمېر بې ګناه وطنوال یې په وینو ولړل.

جمهوررئیس غنی د دې وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل: د افغانستان دښمنانو پر ملکی مامورینو او عامه تاسیساتو برید کولو، وېرې او وحشت خورولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې له وژنو او جنایت پرته بله موخه نه لری.

جمهوررئیس زیاته کړه، دغه ډول وحشی کړنې نه یواځې پرمختګ او لوړو موخو ته د رسېدو په برخه کې زموږ د خلکو د ارمانونوپر وړاندې خنډ نشی واقع کېدی، بلکې د تروریزم له شومې پدیدې سره د مبارزې او د ترور او وحشت د رېښو د نابودۍ په برخه کې زموږ د زړورو امنیتی او دفاعی ځواکونو عزم او اراده لا پیاوړې کوی.

جمهوررئیس غنی، اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او قربانیانو له کورنیو سره د مرستو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړی.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوی او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید