روزنامه اصلاح

په پکتیکا کې د سولې په نوم ورځنی نندارتون جوړ شو

وتلی انځورګر او نقاش امان الله کلیوال په پکتیا کې د سولې په نوم یو ورځنی د انځورونو او لاسی صنایعو نندارتون جوړ کړ، چې نندارې ته یې د پکتیا والی محمد حلیم فدایی په ګډون د دغه ولایت یو شمېر قومی مشران، خویندې او ځوانان ورغلی وو.
په دغه نندارتون کې د کلیوال په لاس جوړ شوی د سولې، جنګ، بې وزلۍ، کډوالۍ، فقر، پخوانیو کلاسیک او زړه راښکونکی انځورونه او تابلو ګانې او د پکتیانۍ میرمنو په واسطه جوړ شوی لاسی صنایع د خلکو نندارې ته وړاندې شول.
پکتیا والی محمد حلیم فدایی په پیل کې د ښاغلی کلیوال غوره انځورګری، سولییز فکر، لوړ احساس وستایه او دا ډول انځورګری یې د ټولنې ټولو قشرونو ته د سولې پیغام رسولو او د ټولنې د ناخوالو او ناورینونو انځورولو اغیزمنه لار وبلله. ښاغلی فدایی زیاته کړه، چې یو غوره انځور د زرو کلمو معادل دی او د دې په وسیله د ټولنې ټول لوستی او نالوستی کسان کولی شی چې د سولې او جنګ واقعی او تریخ حقیقتونه ډېر ژر درک کړی.
پکتیا والی له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل، پلان لرو چې د اطلاعاتو او کلتور، حج اوقافو، پوهنې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره په ګډه د محلی او دودیزې سولې او بدرنګه جګړې په خاطر لا هم مؤثرې برنامې او اړین پیغامونه د ولس پر وړاندې پلی کړو او عام ولس ته د سولې او ابادۍ فکر د انځورونو او هنری پرګرامونو له لارې ورسوو، ځکه محلی سوله د ملی سولې
لپاره یو اساس دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید