روزنامه اصلاح

په پکتیا کې د یوه خبریال وژل کـېدو د نورو خبریالانو اندېښنې را وپارولې

په پکتیا کې د یوې سیمه ییزې راډیو د خبریال وژل کېدو د نورو افغان خبریالانو اندېښنې هم راپارولې دی.

یو شمېر افغان خبریالان وایی، وسله والې ډلې د ځنیو حقایقو د پټولو لپاره افغان خبریالان په نښه کوی.

د دوی په وینا، دا مهال په افغانستان کې د خبریالانو د وژلو او ځورولو کچه لوړه شوې او ژوند ته یې بېلابېل ګواښونه متوجې دی.

دوو تنو دغو افغان خبریالانو محمد یوسف او ممتاز بهیر ازادی راډیو ته وویل:

تر ټولو مهم لامل یې دا دی چې وسله والې ډلې، یا هغه کړۍ چې په جګړه کې ښکېل دی، هغوی نه غواړی چې حقایق روښانه شی او د همدې لپاره د دې هڅه کوی چې د خبریالانو په وژلو او ګواښولو سره د حقایقو مخه ونیس.”

د غیر مسؤلو ډلو موجودیت هم خبریالانو ته لوی ګواښ جوړ کړی، په داسې یو حالت کې کار کول ډېر ستونزمن دی، هره ورځ مونږ وینو چې خبریالان وژل کېږی یا ټپی کېږی او سپکاوی یې کېږی، خو په خواشینۍ سره چې حکومت تراوسه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره څه نه دی کړی

د خبریالانو د نه خوندیتوب مسئله د یو شمېر افغان خبریالانو له خوا داسې مهال مطرح کېږی چې په یوه وروستۍ پېښه کې د جمعې د ورځې په ماښام د پکتیا په ګردېز کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال نادرشاه صاحبزاده د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی او د معلوماتو له مخې، په چاقوګانو وژل شوی چې بیا یې مړی د شنبې د ورځې په سهار وموندل شو.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه خبریال د وژنې مسؤلیت نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې د نوموړی په ګډون د روان میلادی کال له پیله تر دا مهاله اووه افغان خبریالان د ناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو روانه میاشت یو شمېر افغان رسنیو ته خبرداری ورکړ چې که چېرې د دوی پر ضد د اعلانونو له خپرولو ډډه ونه کړی، هدف به یې وګرځوی.

خو خبریالان وایی، د رسنیو مسؤلین دغه اعلانونه د مالی ملاتړ په خاطر د پیسو په بدل کې خپروی چې دوی په کې هېڅ ډول ونډه نه لری او باید قربانی نه شی.

هېره دې نه وی چې طالبانو له دغې اعلامیې وروسته ځینو رسنیو یاد اعلانونه بند کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو ملی ټولنه وایی، په پکتیا کې د افغان خبریال د وژل کېدو په تړاو څېړنې روانې دی او وروسته به څرګنده شی چې دا د وسله والو طالبانو له ورستی ګواښ سره اړېکه لری او که نه.

د دغې ټولنې رئیس فهیم دشتی ازادی راډیو ته وویل: د پکتیا پېښه ممکن د طالبانو له اعلامیې سره اړېکه ولری، یا نه، ځکه تراوسه د څېړلو پروسه ده او وروسته به روښانه شی، د طالبانو د اعلامیې په تړاو مونږ له اړوندو ادارو سره جلسې لرو، هیله مند یوو چې د دغو ګواښونو مخنیوی وکړو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند بیا وایی چې د طالبانو د ګواښ پر وړاندې د خبریالانو او د رسنیو د خوندیتوب لپاره بحثونه روان دی او لازمه پرېکړه به وشی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتی ځواکونو له لوری هم د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د تاوتریخوالی تر ټولو تازه پېښه تېره جمعه وه چې یوه ډله خبریالان د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو د اعتراض د خبری پوښښ پر مهال د پولیسو له بد چلند سره مخ شوی او وهل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید