روزنامه اصلاح

په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو د مخکېنی استازی عبیدالله بارکزی د شهادت  په اړه د جمهور رئیس محمداشرف غنی د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان دښمنانو په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو مخکېنی استازی عبیدالله بارکزی د تروریستی برید په پایله کې شهید کړ.
انا لله و انا الیه راجعون
شهید عبیدالله بارکزی د ملی او وطنپال افغان په توګه د هېواد له پرمختګ، امنیت او ثبات سره بېسارې مینه لرله او په همدې موخه یې په ولسی جرګه کې د خپلو موکلینو د ښه استازیتوب ترڅنګ تل د قانون د حاکمیت او ملی ګټو حمایت او دفاع کوله. متاسفانه افغانستان نن خپل یو خواخوږی او ژمن بچی له لاسه ورکړ.
د شهید عبیدالله بارکزی کورنۍ، موکلینو، د ارزګان ولسونو او د ملی شورا مشرتابه او استازو ته د نوموړی د شهادت له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او شهید بارکزی ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.

محمد اشرف غنی
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس

ممکن است شما دوست داشته باشید