روزنامه اصلاح

په هیواد کې شته ماینونه لاهـم افغانانـو ته مـرګ ژوبله اړوی

زموږ په جګړه ځپلی هیواد ګران افغانستان کې دګڼ شمیرستونزو ترڅنګ یوه هم دماینونو اوناچاودلومهماتو شتون دى چې وخت ناوخت دهیوادوالو ژوند ګواښوی،په حقیقت کې ماین او ناچاودی توکی هغه پټ دښمن بلل کیږی چې له تیرو جګړه ییزو خونړیو کلونو څخه  را په دې خوا ترننه پورې هرانسان یا څاروى چې پرې برابر شوی له ژوند څخه یې بې برخې کړیدی اوهرکال ددغه دښمن له لاسه دهیواد په ګوټ ګوټ کې زموږ ګڼ شمیر مظلوم هیوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی اویاهم معلول اومعیوب کیږی،  لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوی  چې دروان لمریز کال د وری میاشتې په (۱۵) نیټه په کابل کې د ماینونو له ګواښونو څخه د پوهاوی د نړیوالی ورځې  په لمانځغونډه کې له طبیعی پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزیر د خپلې وینا په لړکې داسې ویلی دی : لا هم دافغانستان په (۱۷۰۰) کیلو متره مربع مځکه کې ماینونه او ناچاودی مواد پاتی دی او  لاهم ماین د انسانانو ژوند ته جدی ګواښ دی ، د هغو شمیرو په اساس چې په  ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې خپرې شوی لاهم په هره میاشت کې شاوخوا (۱۲۰) کسان د ماینونو د چاودنو او ناچادو موادو له امله یا خپل ژوند له لاسه ورکوی او یا هم معلوله کیږی.

په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله د دغه هیواد زیاتې سیمې په ماینونو او ناچادو توکو پوښل شوی او د جګړې ښکیلو خواوو سربیره یې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده ، همداراز دملې یووالی حکومت اجرائیه رییس هم په دغو مراسمو کې ویلی، چې د تیرو کلونو د هڅو په نتیجه کې اوسمهال د افغانستان په ۸۰ سلنه سیمو کې د ماینونو ګواښ له منځه تللی دی او پاتې شل سلنه، چې ارقام اوس زر کیلومتر مربع دی او یا ۱۷۰۰ کلیومتر مربع پاتې دی، لا هم ډیره لویه ننګونه په مخ کې لرو. حتماً به د روان کال په منځنۍ بودیجه کې کابینې ته زموږ وړاندیز دا وی، چې په دې برخه کې د افغانستان د لازیاتې ونډی په اړه یوه پریکړه ولرو،ښاغلی اجراییه رییس  د ماین پاکۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو څه دمننې ترڅنګ دافغان حکومت له اړوندو ادارو څخه هم غوښتی چې په دې برخه کې د مبارزې لپاره دخصوصی سکتور د همکاریو او ملاتړ د راجلبولو پر سر کار وکړی ، په ورته وخت کې له افغانستان  سره د ماینونو پر ضد د مبارزې په برخه کې مرستندویې ادارې هم ټینګار کوی، چې د جګړې ښکیلې غاړې په یوه سیمه کې له جګړې او نښتو وروسته باید سیمه له ماینونو او ناچادو توکو څه پاکه کړی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی مرستیال هم په دې غونډه کې داسې ویلی دی ،کله چې تاسې په جګړه کې ښکیل کیږی ! دا ستاسو مکلفیت دی، چې هغه سیمه بیرته پاکه کړئ، اوس که تاسې طالبان او یا په جګړه کې ښکیلې نورې ډلې یاستئ، دا ستاسو دنده ده، ستاسو قانونی ژمنتیا ده، چې په سیمه کې دجګړې پاتې شوی چاودیدونکی  توکې پاک کړئ .

البته له دې واقعیت څخه  هم باید سترګې پټې نه شی، چې دماین پاکولو دځینو موسسو دهلوځلو په پایله کې دپام وړ سیمې له ماین اوچاودیدونکو توکوڅخه پاکې شوی دی، خو بیاهم هغه سیمې چې لاتراوسه ماینونه اوچاودیدونکی توکی په کې شتون لری دهغو رااېستل اوشنډول هم وخت ته اړتیا لری اوپه دې اړوند دنړۍ د مرستندویو هیوادونو پرله پسې او دوامدارې مرستې ډېرې اړینې دی. افغانان دماینونو اوچاودېدونکو توکو په برخه کې دماین پاکی داړوندو بنسټونو او مرستندویو هیوادونو له انسانی مرستو څخه مننه کوی اوپه دې باب ددوى نه ستړی کیدونکوهڅو او خدمتونو ته دقدر په سترګه ګوری اوپه دې برخه کې یې لاهم دزیاتو خدمتونو غوښتونکی دی ، ترهغه چې له امله یې به بشپړه توګه زموږ ټول هیواد دماینونو ، چاودیدونکو توکو او ډول ډول مهماتو له خطر اوشتون څخه پاک کړاى شی او وروسته له دې هیڅ افغان دټوپک په ګولۍ ،د ماین اوچاودېدونکو مهماتو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه کړی او پرته له هرډول ویرې اوګواښ څخه ژوند وکړی ، ځکه چی جګړه ځپلی افغانان نور په خپل هیواد کې له  هر رازجګړه ییز ناورین څخه ډېر په تنګ شوی او د روانو سوله ییزو هڅو اوخوځښتونو د بری هیله لری او دزړه له کومې په دې تمه دی چې په ټولیزه توګه ټول وسله وال مخالفین دافغانستان داسلامی جمهوری دولت دحقانیت په درک کولو سره وسله پرمځکه کیږدی او وروسته له دې په خپل پلرنی هیواد کې د پردیو داستخباراتی سازمانونو اومغرضو کړیو دناوړوموخو اوشومو اهدافو له کبله له دې زیات دهیواد دبربادۍ او دخپلو وروڼو د مرګ ژوبلې سبب نه شی، او دهر راز مخالفتونو په هیرولو دسولې اوسیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی چې له امله یې په ټول هیواد کې بدمرغه جګړه چې دافغان ولس دمرګ ژوبلې اودستر افغانستان دړنګیدو اوبربادۍ سبب کیږی دتل لپاره پاى ومومی اوپرځاى یې نیکمرغه سوله او امن اوامان منځته راشی. 

  شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید