روزنامه اصلاح

په هیواد کې شته ماینونه او چاودیدونکی توکی لاهم له ولس قربانی اخلی

دسلواغی لومړی نیټه چی د (۲۰۱۹) زیږدیزکال د جنوری له  یوویشتمی نیټی سره سمون لری د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو پروړاندی د ملی مبارزی ورځ بلل شوی خو دریغا چې زموږ په جګړه ځپلی هیواد افغانستان کې دګڼ شمیرستونزو ترڅنګ یوه هم دماینونو اوناچاودلو توکو شتون دى چې وخت ناوخت دهیوادوالو ژوند ګواښوی،په حقیقت کې ماین او ناچاودی توکی هغه پټ دښمن بلل کیږی چې له تیرو جګړه ییزو خونړیو کلونو څخه  را په دې خوا ترننه پورې هرانسان یا څاروى چې پرې برابر شوی له ژوند څخه یې بې برخې کوی اوهرکال ددغه دښمن له لاسه دهیواد په ګوټ ګوټ کې زموږ ګڼ شمیر هیوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی اویاهم معلول اومعیوب کیږی،سره له دې چې په افغانستان کې درسنیو په حواله شاوخوا پنځوس موسسې اوبیلابیل بنسټونه دماینونو دله منځه وړلو اوعامه پوهاوی په برخه کې کار کوی، خولاهم افغانستان په نړۍ کې د ماینونو دپوښښ له اړخه څلورم اودماینونو دقربانی هیواد په توګه لومړى ځاى لری،  په افغانستان کې روانه جګړه ددې لامل شوې چې زیاتې سیمې په ماینونو او تعبیه شویو موادو وپوښل شی اوترڅنګ یې په ځینو سیمو کې دماین پاکۍ بهیرهم له ننګونو سره مخ کړی، د خینو چارواکو په وینا دامهال په افغانستان کې کابو دوه زره کیلومتره مربع مځکه په ماینونو پوښل شوې اودجګړو له کبله دغه سیمې ورځ تربلې پراخیږی ، که څه هم ټاکل شوې چې افغانستان تر ۲۰۲۳ م کال پورې په بشپړډول له ماینونو اوناچاودلو توکو پاک اعلام شی، خو دتپل شوې بدمرغې جګړې دوام او په افغانستان کې دماینونو دله منځه وړلو په برخه کې دمرسته کوونکو هیوادونو ناځیزې مرستې دغه هدف ته رسیدل ستونزمن کړی دی، افغانستان یوازې دهغو سیمو تصفیې ته چې له ۲۰۱۱ م کال څخه وړاندې په ماینونو او ناچاودلو توکو پوښلې ۵۵۰ میلیونه امریکایی ډالروته اړتیا لری، په داسې حال کې چې له ۲۰۰۱ م کال څخه راپه دې خوا سلګونه کیلومتره نورې سیمې هم دافغان دولت دوسله والو مخالفینو له خوا په ماینونو پوښل شوی دی، افغانان دنړۍ دهربل هیواد دخلکو په پرتله دماینونو ډېرقربانی شوی دی اوپه منځنۍ کچه هره میاشت په افغانستان کې نږدې ۱۵۰ تنه دماینونو اوناچاودلو توکو دچاودنې له کبله وژل کیږی ، په ۲۰۱۶ کال کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۴۲ تنه یامعلول شوی اویایې هم خپل ژوند له لاسه ورکړى چې داشمیر واقعاً ټکان ورکوونکى دى، نوانسان پالنه او بشرپالنه دا ایجابوی چې په ټولیزه توګه نړیوال مرستندویان باید د مهربانۍ له مخې دافغانستان دماین پاکۍ له پروگرام څخه هراړخیز ملاتړ وکړی اوپه دې برخه کې خپلې مرستې له پخوا لازیاتې کړی چې ډېر ژر افغانستان له ماینونو اوناچاودلو توکو څخه پاک اعلان شی.

البته له دې واقعیت څخه  هم باید سترګې پټې نه شی، چې دماین پاکولو دځینو موسسو دهلوځلو په پایله کې دپام وړ سیمې له ماین اوچاودیدونکو توکوڅخه پاکې شوی دی، خو بیاهم هغه سیمې چې لاتراوسه ماینونه اوچاودیدونکی توکی په کې شتون لری دهغو رااېستل اوشنډول ډېر وخت ته اړتیا لری اوپه دې اړوند دنړۍ د مرستندویو هیوادونو پرله پسې او دوامدارې مرستې ډېرې اړینې دی افغانستان دماینونو اوچاودېدونکو توکو په برخه دماین پاکی داړوندو بنسټونو او مرستندویو هیوادونو له انسانی مرستو څخه مننه کوی اوپه دې باب ددوى نه ستړی کیدونکوهڅو او خدمتونو ته دقدر په سترګه ګوری اوپه دې برخه کې یې لاهم دزیاتو خدمتونو غوښتونکی دی، ترهغه چې له امله یې به بشپړه توګه زموږ ټول هیواد دماینونو ، چاودیدونکو توکو او ډول ډول مهماتو له خطر اوشتون څخه پاک کړاى شی او وروسته له دې هیڅ افغان دټوپک په ګولۍ ،ماین اوچاودېدونکو توکو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه کړی.

افغانان نور په خپل هیواد کې له  هر رازجګړه ییز ناورین څخه ډېر په تنګ شوی او سوله ییزو خوځښتونو ته سترګې په لاره دی او دزړه له کومې په دې تمه دی چې په ټولیزه توګه ټول وسله وال مخالفین دافغانستان داسلامی جمهوری دولت دحقانیت په درک کولو سره وسله پرمځکه کیږدی او وروسته له دې په خپل پلرنی هیواد افغانستان کې د پردیو داستخباراتی سازمانونو اومغرضو کړیو دناوړوموخو اوشومو اهدافو له کبله له دې زیات دهیواد دبربادۍ او دخپلو وروڼو د مرګ ژوبلې سبب نه شی، بلکې دهر راز مخالفتونو په هیرولو دسولې اوسیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی او نور هیڅکله هم دماینونو اوبمونو چاودنې اودټوپک ګولۍ ددوى آرامتیا او هوساینه ګواښمنه نه کړی،بلکې اوږدمهاله خوښی اوخوشحالی یې په نصیب شی او په هیواد کې له شته غمیزو او جګړه ییزو کشالو هم د تل لپاره وژغورل شی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید