روزنامه اصلاح

په هلمند کې د پوځیانو پرمختګ

په هلمند کې د وسله وال ډار اچوونکو پر وړاندې د پوځیانو د عملیاتو پیل او د سلګونو کومکی ځواکونو په استولو سره اوس حالت بدلون موندلى او وسله وال طالبان له هغو سیمو څخه چې په وروستیو دوو ورځو کې یې نیولې وې؛ د تېښتې په حال کې دی.
د رپوټونو له مخې؛ د ملی اردو، ملی پولیسو او کومانډو سلګونه هوسا ځواکونو له تېرې شپې د ولسی پاڅون ځواکونو ترڅنګ د هلمند په ځینو سیمو کې له یرغلګرو سره جګړه پیل کړې ده.
دغه پوځیان چې هوایی ملاتړ ورسره دى؛ له تېرې شپې په دې بریالی شوی دی چې په ناوې، نهرسراج او نادعلی ولسوالیو او لښکرګاه ښار ته څېرمه سیمو کې پرمختګ وکړی.
وسله والو طالبانو درې شپې وړاندې د هلمند پر ځینو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل.
وسله والو یرغلګرو په دغو بریدونو کې د لښکرګاه- قندهار لویه لاره او د نادعلی ولسوالۍ ځینې سیمې ونیولې او د ښار پر لور یې پرمختګ وکړ، تر هغه ځایه چې په لښکرګاه پورې اړوند باباجی سیمه یې له څو پوستو سره ونیوله.
اوس د سلګونو تازه دمو ځواکونو په ځاى پرځاى کېدو او هوایی بریدونو سره جنګی حالت بدل شوی او وسله وال یرغلګر د سر دروند زیان په زغملو سره د تېښتې په حال کې دی.
د کومانډو ځواکونو یو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دوى تر پرون سهار پورې په دې بریالی شوی دی چې دښمن ته د سر دروند زیان واړوی.
هغه وویل چې زیاتره وژل شوی وسله وال طالبان پاکستانیان دی.
د کومانډ ځواکونو دغه ویاند وایی چې پوځیانو په ناوې، نادعلی او نهرسراج ولسوالیوکې پرمختګ کړى او لښکرګاه ښار ته څېرمه سیمې یې بېرته د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دی.
د هېواد په جنوب د اتل قول اردو یو مقام په هلمند کې وسله والو طالبانو ته د سر د دروند زیان خبره کوی.
هغه وویل چې پوځیان په داسې حال کې چې هوایی ځواکونه یې ملاتړ کوی، له هغو ځایونو څخه چې وسله والو طالبانو نیولی دی، د شړلو په حال کې دی.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وایی چې یوازې تېره شپه یې په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ٧١ وسله وال طالبان په جګړو کې وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړی دی.
د هېواد په جنوب کې پوځی مقامات وایی چې په هلمند کې یې ستر همغږی عملیات پیل کړی دی چې په یاد ولایت کې وسله وال طالبان په بشپړه توګه له ستراتیژیکو سیمو څخه وشړی.
زموږ خبریال له لښکرګاه ښار څخه خبر راکوی چې په هره سیمه کې د پوځیانو په مېشت کېدو او د وسله والو طالبانو په تېښتې سره، امنیتی حالت عادی بڼه غوره کوی.
دغه راز د هلمند پر ځینو سیمو د وسله والو طالبانو پراخ بریدونه د دې سبب شول چې سلګونه کورنۍ قندهار او یا دایکنډی ته وتښتی.
وسله وال طالبان د دغو بریدونو په بهیر کې د هلمند د برېښنا سټېشن وسوځاوه او اوس د هلمند ښاریان برېښنا نلری.

ممکن است شما دوست داشته باشید