روزنامه اصلاح

په هلمند کې د تروریستی برید په اړه مطبوعاتی اعلامیه

تروریستانو د خپلو جنایتونو او وحشتونو په دوام، پرون د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بزګر جشن پر مراسمو د تروریستی برید په ترسره کولو سره یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستان چې د وګړو د خوښۍ، روښانه راتلونکی او پرمختګ دښمنان دی، د وېرې او وحشت خورولو لپاره تل پر ملکی تاسیساتو، غونډو، مناسبتونو او عامه ځایونو بریدونه کوی او په دې ډول د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅه کوی.

جمهوررئیس محمد اشرف غنی د دغه تروریستی برید د غندلو ترڅنګ دشهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوی او مسوولینو ته یې د شهیدانو کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید