روزنامه اصلاح

په هلمند ولایت کی د لاجورد لویی لاری د ارزښت اړوند علمی کنفرانس په اړه

په لومړی سر کی د افغانستان د جمهوری ریاست د چارو داداری او هلمند ولایت د مقام سره په همږغۍ د یاد کنفرانس په ښه ډول تر سره کیدو په موخه د هلمند پوهنتون په انګړکی  د پوهنتون د رهبری پلاوی او استادانو ترمنځ لمړی  یوه تدابیری غونډه ترسره شوه چی د نوموړی کنفرانس د ښه ترسره کیدو په موخه پریکړه وشوه چه یاد کنفرانس کی به د هلمند ولایت په کچه ټولو لیکوالانو،د قلم خاوندانو او مینه والو ته بلنه ورکړل شی ترڅو د یادی لویی لاری د اقتصادی، سیاسی، ستراتیژیک اونورو برخو د ارزښت اړوند مطالب چمتو او په هغه کنفرانس کی وړاندی کړی چه د هلمند پوهنتون په انګړ کی ترسره کیږی.

د پورته غونډی به تعقیب په ۱۰/۱۰/۱۳۹۷ نیټه دهلمند پوهنتون د رهبری پلاوی ،په هلمند ولایت کی د شته خصوصی پوهنتونو ، اقتصاد، معدن، تجارت، صنایع او کرنی ریاستونو د استازو ترمنځ  مشورتی غوڼده ترسره او بیلابیل وړاندیزونه او نظریات مطرح شول. همدارنګه دکنفرانس پرڅرنګوالی او ښه ډول ترسره کیدو هراړخیزبحث وشو، دغونډی په پایله کی په دی باندی موافقه شوه چه ټولی اړونده اداری به د کنفزانس لپاره یو شمیر علمی مقالی چمتو کوی او د یو تخنیکی پلاوی ترکتنی او ارزونی وروسته به کنفرانس ته وړاندی شی، کوم چه په پلان کی ده په نژدی راتلونکی کی د هلمند پوهنتون په انګړ کی ترسره کیږی.

دیوبل خبر له مخی: په هلمند کې د لاجوردو دلارې په اړه علمی ورکشاپ جوړشو.

په هلمند ولایت کې د ولایتی ټولو  ادارو،بیلابیلو سکتوری ریاستونو، هلمند پوهنتون او په هلمند ولایت کی د خصوصی پوهنتونونو، محصلانو او مشرانو  له لوری د لاجوردو دلارې په هکله علمی سیمینار جوړ او ددې مهمې ټرانزیټی لارې ارزښتونو او څرنګوالی په باب بیلابیلی مقالې او ویناوې وړاندی شوی.

دیاد ورکشاپ په پېل کې د هلمند پوهنتون رئیس سورګل عبدالرحمن وویل: دغه سیمینار د جمهوری ریاست په لارښوونه له ولایتی ادارې سره په همکارۍ جوړ شوی دی، چې پکښی د پوهنتون د استادانو ترڅنګ بیلابېلو لیکوالانو د لاجوردو دلارې د هر اړخیز اهمیت او څرنګوالی په باب مقالې او لیکنې چمتو کړې دی.

د کنفرانس په شروع کی د هلمند پوهنتون رئیس پرانیستونکی وینا وکړه او ورپسی د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د لاجوردو دلارې په اړه د علمی کنفرانس له جوړوونکو په مننې وویل: د لاجورد ولار په اصل کې د وریښمو د لارې بیارغول دی چې لرغونتیا یې له نن څخه وړاندې شا او خوا ۴۰۰۰ کلونو ته رسېږی. د لاجورد ولار د وخت یو له مهمو مواصلاتی لارو څخه شمېرل کېدله چې د افغانستان لاجورد او ځینی نورې قیمتی ډبرې به له دې لارې د قفقاز، روسیې، بالکان، اروپا او د افریقا شمال هېوادونوته لېږدول کېدلې.

والی زیاته کړه: له دې مخکې تر ډېره افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له نورې نړۍ سره ټرانزېټ سوداګری درلوده، چې دغه لاره هم اوږده او هم وخت ناوخت د سیاسی ننګونو له مخې افغانستان ته په زیان تمامېدله، خو اوس به افغانستان د لاجوردو له لیاری خپل توکی تر منځنی ختیځ، اروپا او افریقاته په کمه بیه رسولی شی. د دې لارې سره به افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولری.

هغه څرګنده کړه: دغه لار له ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو افغانستان له آزادو اوبو سره نښلوی.

هلمند والی وویل: لاجورد لار به د سیمې او هېوادو په کچه د ګټو ترڅنګ د افغانستان لویدیځې حوزې په ځانګړې توګه هلمند ولایت ته هم د اقتصاد له پلوه ځانګړې ګټه ورسوې ځکه په ټرانزیټی چارو کې به خلکو ته د کار زمینه برابره، کرنیز او نور توکی به په اسانۍ سره تر نړیوالو بازارونو ورسول شی.

د هلمند امنیه قوماندان پاسوال محمد رزاق یعقوبی هم د لاجورد لارې پر ارزښتونو، امنیتی، سیاسی او نورو اغېزو خبرې وکړې او دغه لاره یې په ټوله کې د افغانستان لپاره ګټوره وبلله.

ورپسې د هلمند پوهنتون استادانو او لیکوالانو د لاجورد لارې په اړه خپلې لیکلې علمی او معلوماتی مقالې، لیکنې او نورې پنځونې وړاندې کړې، چې له مخې یې د لاجورد لارې ارزښت ترڅنګ د افغانستان او په ځانګړې توګه هلمند لپاره هر اړخیز فرصتونه، اغېزې او ګټې راټولې شوې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید