روزنامه اصلاح

په نیویارک کې یوه پړانګه په کورونا اخته شوه

د امریکا د نیویارک ښار په برانکس ژوبڼ کې یوه پړانګه په کورونا وېروس اخته شوې ده.

برانکس ژوبڼ وایی، دا څلور کلنه پړانګه نادیه نومېږی او په ایوا ایالت کې د وترنری د چوپړونو ملی لابراتوار یې د کورونا معاینه مثبته بللې ده.

نادیه، ازول چې خور یې ده، دوه نور پړانګان او درې افریقایی زمریان تېرو ورځو کې وچ ټوخی نیولی وو.

ویل کېږی دې ژوو ته دا وېروس د ژوبڼ له یوه ساتونکی لېږدېدلی دی او وړاندوینه کېږی چې بېرته به روغ رمټ شی.

د برانکس ژوبڼ د اعلامیې له مخې د دې ژوو اشتها کمه شوې، خو لا هم په هوش دی او د ژوبڼ له کارکوونکو سره اړیکه نیسی.

د دې ژوبڼ بل هیڅ لوی ژوی نه دی ناروغ شوی.

د مارچ له نیمایی راهیسې د نیویارک څلور واړه ژوبڼونه تړلی دی او د برانکس ژوبڼ د مسولانو په وینا د ژویو او ساتونکو د خوندیتوب لپاره نوی تدابیر نیسی.

دا ژوبڼ خپله اعلامیه کې ټینګار کوی، داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې دا ناروغی له ژویو په تېره له کورنی ژوی لکه پیشو او سپی انسان ته ولېږدول شی.

تر دې مخکې ځنګلی ژوپوهانو د سترو بیزوګانو لکه ګوریلا، چمبینزی او اورنګوتان لپاره د نوی کورونا وېروس د خطر خبرداری ورکړی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید