روزنامه اصلاح

په نیویارک کې د افغان ځوانانو ټولنې: دسترې محکمې پریکړه دقانون پریکړه ده

په نیویارک کې د افغان ځوانانو ټولنې دسترې محکمې دهغې پریکړې هرکلى وکړ چې له مخې به یې جمهور رییس د راتلونکو ټاکنو پورې په واک کې پاتې وی. په دې اړه دنوموړې ټولنې مشر ډاکتر هېواد همت وویل، له سترې محکمې نه دخلکو هیله همداسې وه اوداسې قانونی فیصلې که له یوه لوری  خلکو ته مثبت بلل کیداى شی له بلې خواپه عدلی او قضایی ادارو باندې دخلکو اعتبار نور هم زیاتیږی . ښاغلی هېواد زیاته کړه چې برحاله  جمهور رییس محترم محمد اشرف غنی  که له یوه لوری دده دښو او بنیادی کارونو له  امله دخلکو خوښ دى له بله پلوه  دادوى ته قانون حق ورکړى دی چې خپله قانونی دوره ترپایه ورسوی. همدا شان د ځوانانو دچارو معین ډاکتر کمال سادات هم دنومړی  ټولنې غړو ته جمهور رییس محمد اشرف غنی دفعالیتونو اوله ځوانانو سره ددوى دنږدې اړیکو او دسترو بنیادی  اقتصادی کارونو  معلومات ورکړل  او زیاته یې کړه چې دافغانستان  دولت په کابینه کې اوس له اویا فیصدو ډیر ځوانانو دندې  ترسره کوی او ټول داسې ځوانان دی چې له نوی تکنالوژى سره بلد دی؛ ښه ملی  روحیه او د کارکولو ډیره وړتیا لری چې له امله یې په اداری چارو کې ډیر مثبت تاثیرات رامنځته شوی دی .

همدا شان دځوانانو معین زیاته کړه چې جمهور رییس غنی په هره ملی موضوع کې له ځوانانو سره  سلامشورې  کوی اوپه سیاسی مشارکت  کې یې هم دخیل کړی دی. دځوانانو معین له بهر میشتو ځوانانو داغوښتنه وکړه چې افغانستان ته راشی او دلته دهېواد په بېلابېلو  سیمو او دفترونوکې دهېوادوالو د خدمت جوګه وګرځی. باید یادونه وشی چې په دې وروستیو څوکالونو کې دنړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې  دځوانانو معینیت په همکارى دافغان ځوانانو ټولنې جوړې شوی اوپه یوشمیر  هېوادونوکې لاهم د افغان ځوانانو دټولنو جوړیدل دوام لری چې دپرانیستو مراسمو ته به دځوانانو معینیت پلاوی هم ورشی .

ممکن است شما دوست داشته باشید