روزنامه اصلاح

په نړیـوال جام کـې لوبېدونکـی افغان لوبغاړی وپېژنئ

د کرکټ د ۲۰۱۹م نړیوال جام د برتانیا په ویلز او انګلنډ کې کیږی. افغانستان هم د هغو لسو لوبډلو په منځ کې دی چې د دغه نړیوال جام د ګټلو لپاره له سیالۍ کوی.

دا دویم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې لوبیږی. تېرنړیوال جام په ۲۰۱۵م کې په استرالیا کې و.

په دغه نړیوال جام کې د افغانستان د ملی لوبډلې لوبغاړی وپېژنئ:

ګلبدین نایب (کپتان)؛

ګلبدین د افغانستان د لوګر ولایت دی. ۲۸ کاله عمر لری او الراونډر لوبغاړی دی. هم باولینګ کولی شی او هم بېټېنګ. دی تازه د افغانستان کپتان شوی دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۵۳ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړی دی او ۸۰۷ منډې لری چې پنځه پنځوسیزې په کې شاملې دی. په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۸۲ دی. په باولینګ کې یې هم ۴۳ ویکټې اخیستی دی او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې، څلور ویکتې اخیستی دی. ده د خپلې کپتانۍ لومړۍ لوبه له سکاتلنډ وکړه او ویې ګټله.

محمد شهزاد محمدی (ویکټ ساتونکی)؛

۳۲ کلن شهزاد محمدی د ننګرهار ولایت دی. دی د ویکټ کېپینګ ترڅنګ اوپنر/د لوبې پیلوونکی لوبغاړی هم دی. دی لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره یې په ۲۰اوریزو، یوې ورځنیو او څلور ورځنیو لوبو کې سلیزې کړی دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۸۸ یوه ورځنۍ لوبې کړی او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۳۱ دی. پنځه سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې لری او ټولې منډې یې ۲۶۱۷ دی.

حضرت الله ځاځی؛

۲۱ کلن حضرت الله ځاځی د پکتیا دی خو وایی په کابل کې زېږېدلی او همدلته ژوند کوی. دی له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د افغانستان په ملی لوبډلې کې لوبیږی. کیڼ لاسی توپ وهونکی اوپنر/د لوبې پیلوونکی لوبغاړی دی. تر دې دمه (مۍ۱۷) یې اووه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړی دی. په یوې لوبې کې یې ډېرې منډې ۶۷ دی. یوه پنځوسیزه یې کړې او ټولې منډې یې ۱۶۹ دی. دا اول ځل دی چې نړیوال جام کې لوبیږی.

نور علی ځدراڼ؛

د خوست ۳۰ کلن ځوان نور علی ځدراڼ د افغانستان اوپنر لوبغاړی دی. ځدراڼ تر دې دمه (مۍ۱۷) ۴۷ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کړی او ۱۱۴۸ منډې لری. یوه سلیزه او اوو پنځوسیزې یې کړی دی. دی هم د افغانستان مجرب لوبغاړی بلل کیږی.

رحمت شاه؛

پنځه وېشت کلن رحمت شاه د پکتیا د زرمت دی. ټولې ۱۹۳۵ منډې یې کړې او په یوې لوبې کې یې تر دې دمه (مۍ۱۷) ډېرې منډې ۱۱۴ دی. څلور سلیزې او ۱۳ پنځوسیزې لری.

حشمت الله شهیدی؛

څلوروېشت کلن حمشت الله شهیدی د لوګر دی. شهیدی تر دې دمه (مۍ۱۷) ۲۹ لوبې کړی دی او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۹۷ وې چې د ۲۰۱۸م کې د پاکستان په خلاف وکړې. ده ۷ پنځوسیزې کړی او دا یې لومړی نړیوال جام دی چې په کې لوبیږی. ټولې منډې یې ۸۰۶ دی.

اصغر افغان؛

اصغر افغان د کابل او ۳۱ کلن دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۱۰۰ لوبې کړې او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې یې ۱۰۱ دی. یوه سلیزه او ۱۱ پنځوسیزې لری او ټولې منډې یې ۲۰۲۵ دی. دی تر ګلبدین مخکې د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم کپتان دی.

نجیب الله ځدراڼ؛

شپږوېشت کلن نجیب ځدراڼ د لوګر دی. دی د حشمت غوندې په کیڼ لاس بېیټنګ کوی. تر دې دمه (مۍ۱۷) یې ۵۵ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړی دی. په یوې لوبې کې یې ترټولو ډېرې منډې ۱۰۴ دی. یوه سلیزه او اته پنځوسیزې لری. ټولې منډې یې ۱۲۰۱ دی.

سمیع الله شینواری؛

۳۱ کلن سمیع الله شینواری د ننګرهار دی. دی هم باولینګ کولی شی او هم بېټېنګ، (الروانډر) دی. د افغانستان ملی لوبډلې ته د بالر په توګه راغلی و. شینواری د افغانستان لپاره تر دې دمه (مۍ۱۷) ۸۱ لوبې کړی دی او ۱۷۳۷ منډې لری. تر ټولو ډېرې منډې یې ۹۸ دی، دا منډې یې هم د تېر ۲۰۱۵م په نړیوال جام کې د سکاتلنډ خلاف وکړې. سمیع الله ۱۱ پنځوسیزې لری. په باولینګ کې یې هم ۴۵ ویکټې اخیستې دی او په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې څلور ویکټې اخیستی دی.

ورو توپ اچوونکی؛

محمد نبی؛

محمد نبی د افغانستان د لوګر دی او ۳۴ کاله عمر لری. دی الراونډر لوبغاړی دی، هم بیټېنګ کولی شی او هم باولینګ. دی د افغانستان مجرب لوبغاړی دی چې د نړۍ په بېلا بېلو مشهور تجارتی لیګونو کې هم لوبېدلی. نبی تر دې دمه (مۍ۱۷) ۱۱۱ لوبې کړی دی او ۱۱۸ ویکټې یې اخیستې دی. په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې څلور دی. دی لومړی افغان دی چې د افغانستان لپاره یې دومره لوبې کړی دی. دی د باولینګ تر څنګ یې ۲۵۶۵ منډې هم کړی او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۶ دی. یوه سلیزه او ۱۳ پنځوسیزې لری.

راشد خان؛

راشد خان ۲۰ کلن او د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ دی. راشد خان د افغانستان او نړۍ په مشهورو لوبغاړو کې شمېرل کیږی. راشد د نړۍ په بېلابېلو مشهورو تجارتی لیګونو کې لوبې کړی دی. راشد خان د افغانستان لپاره تر دې دمه (مۍ۱۷) ۵۷ لوبې کړې او ۱۲۳ ویکټې یې اخیستی دی. دی لومړی افغان و چې په کمو لوبو کې یې ۱۰۰ ویکتې پوره کړی. راشد خان په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې اووه ویکتې اخیستې دی، هغه هم د نړۍ د یو قوی ټیم، ویسټ انډیز، په خلاف لوبې کې واخیستې. دا یې د یوې ورځنیو لوبو لومړنی نړیوال جام دی چې په کې لوبیږی.

مجیب الرحمن؛

مجیب الرحمن د خوست ولایت دی او ۱۸ کاله عمر لری. دی هم د نړۍ په یو شمېر تجارتی لیګونو کې لوبیږی. مجیب تر دې دمه (مۍ۱۷) د افغانستان لپاره ۲۸ لوبې کړی دی او ۵۱ ویکټې یې اخیستی دی. ده په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې پنځه ویکټې اخیستی دی. دا د افغانستان د ملی ټیم تر ټولو ځوان لوبغاړی دی او دا یې لومړی نړیوال جام دی چې په کې لوبیږی.

تېز توپ اچوونکی؛

حمید حسن:

حمید حسن ۳۱ کلن دی او د ننګرهار دی. حمید حسن تر دې دمه (مۍ۱۷) ۳۳ لوبې کړی دی او ۵۸ ویکټې یې اخیستې دی. په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې ویکټې یې چې اخیستې دی پنځه دی. حمید د افغانستان د ملی لوبډلې یو مجرب لوبغاړی بلل کیږی، خو څو کاله مخکې یې پښه یې ژوبل شوه او ډېره موده لوبډلې کې نه و. تېرنړیوال جام کې هم ولوبېده او دا به یې دویم نړیوال جام وی. وایی له دغه نړیوال جام وروسته له یوې ورځنیو لوبو څخه استعفی کوی.

دولت ځدراڼ:

دولت ځدراڼ ۳۱ کلن او د خوست ولایت دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۷۵ لوبې کړې دی او ۱۰۳ ویکټې یې اخیستې دی. په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې چې اخیستی، څلور دی. دی د ۲۰۱۵م په تېر نړیوال جام کې هم و او دا یې دویم نړیوال جام دی.

افتاب عالم:

افتاب عالم ۲۶ کلن او د ننګرهار دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۲۲ لوبې کړی او ۳۳ ویکټې یې اخیستې دی. افتاب عالم د ۲۰۱۵م په تېر نړیوال جام کې هم و او دا یې دویم نړیوال جام دی چې لوبیږی. په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې څلور ویکتې اخیستې
دی
.

ممکن است شما دوست داشته باشید