روزنامه اصلاح

په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله‌والو د پوهنتون یو استاد په ډزو وواژه

 

په ننګرهار ولایت کې ناڅرګندو وسله‌والو ادم خان ملاتړ د پوهنتون یو استاد په ډزو وواژه.
ننګرهار ولایت د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی وایی چې د ننګرهار پوهنتون استاد ادم خان ملاتړ پرون سهار له خوګیاڼیو ولسوالۍ دندې ته روان و چې ووژل شو.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوی: “د وسله‌والو کسانو له‌خوا شهید کړای شوی دی. ننګرهار والی په دې پېښه خواشینی دی، د هغه د کورنۍ له غړو سره‌یې ټیلیفونی خبرې وکړې، خواخوږی یې ورسره وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د عاملانو د نیولو لپاره به جدی هڅې کېږی.”
ادم خان ملاتړ له دوو کلونو د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی استاد و.
د دې وژنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.
په همدې حال دافغانستان جمهوری ریاست په یوه اعلامیه کې ویلی چې د پوهې او پرمختګ دښمنانو د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د تروریستی برید په پایله کې شهید کړ.
جمهوررئیس غنی د دغې تروریستی پېښې په غندلو سره ویلی، د افغانستان دښمنان زموږ پر علماوو، متخصصینو، اکاډمیکو شخصیتونو او استادانو د دغه ډول تروریستی بریدونو په ترسره کولو سره د علم او پوهې ډیوې نه شی وژلی او نه هم پر روښانه راتلونکی زموږ د خلکو په ځانګړی ډول د پوهانو او لیکوالو پیاوړې او سپېڅلې ارادې کمزورې کولای شی.
د هیواد جمهوررئیس ویلی چې شهید استاد ادم خان ملاتړ د ځوانانو د مسلکی رزونې او د ژبې او فرهنګ د بډاینې په برخه کې ارزښتناک خدمتونه وکړل او سلګونه ځوانان یې د وطنپالنې او خدمت پر روحیه سنبال ورزول.
اعلامیه وایی: جمهوررئیس غنی د شهید استاد ملاتړ کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د هیواد فرهنګی او اکاډمیکې ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوی او هغه ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید