روزنامه اصلاح

په مهمو بستونو کې د ښځو د کمرنګه شتون په اړه د ښځو چارو وزارت اندېښنه

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په دولتی مهمو بستونو کې د ښځو پر کمرنګه حضور اندېښنه څرګندوی. د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایی، سره له دې چې په هېواد کې د مېرمنو د ظرفیت د ودې په خاطر ډېر بنسټونه فعالیت کوی، خو لا هم په دولتی ادارو کې د مېرمنو ونډه کمرنګه ده.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ په حکومت کې د ښځو د ونډې په خاطر د پالېسیو د اصلاح درېیم کنفرانس ته چې د پروګرام له خوا جوړ شوی و، وویل چې حکومت دې په دولتی ادارو کې د ښځو د ګډون لپاره خپلې ژمنې عملی کړی.

دا وایی: “خنډونه باید له منځه یوړل شی او د مېرمنو ظرفیتونو ته باید ډېر کار وشی، تر څو دوی وکولای شی چې د رهبرۍ تر کچې کار وکړی، له دې سره چې ښځې په ډېرو ولایتونو کې په کار بوختې دی، خو له بده مرغه په هغو برخو کې چې دوی بوختې دی یا اجیرې دی او یا هم په ټیټ بست کار کوی، زمونږ هیله ده چې په ځینو ولایتونو کې د ښځو د ریاست تر څنګ، په ځینو نورو ریاستونو کې هم دوی حضور پیدا کړی.”

مېرمن وردګ وویل، ناامنی، تبعیض، جنسیتی او جنسی کړنې هغه لاملونه دی چې په دولتی ادارو کې یې د مېرمنو ونډه کمرنګه کړې ده.

د کار د زده کړې پروموټ پروژه د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیایی ادارې له خوا په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په خاطر جوړه شوې ده.

دا پروګرام د پنځو کلونو لپاره دی چې د معلوماتو له مخې،د امریکا د پراختیایی ادارې ۲ سوه میلیونه ډالره لګښت پرې راځی.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دامهال ۲۲ سلنه ښځې په دولتی ادارو کې په کار بوختې دی.

له دې وړاندې د ښځو شبکې او یو شمېر نورو مدنی بنسټونو هم په مهمو دولتی پوسټونو کې د ښځو له کم رنګه حضوره شکایت کړی و.

په ورته وخت کې د پروموټ د پروګرام یو شمېر ښوونکو له ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلی چې د پروموټ پروګرام پلی کول په حکومتی ادارو کې د ښځو په رول مثبت اغېز لری.

له دې ډلې مرسل افشار وایی: “د دغې برنامې یوازنی مقصد په بېلابېلو دولتی سکټورونو کې د ښځو توان او وړتیاوو اوړول دی او پالېسی چې جوړېږی، د ښځو د وضعیت د ښه والی او ملاتړ په هدف جوړېږی، څو دوی وتوانېږی، په حکومت کې ښې وځلېږی او داسې مسؤلیت ولری چې ځواب ورکوونکی و اوسې، دغه پروګرام په بېلابېلو سکټورونو کې د ښځو د پرمختګ لپاره یوازنۍ لار
ده.”

بل خوا د پروموټ پروژې رئیسې مېرمن سوزین جلبرت چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وویل چې د دوی د پروګرامونو له مخې هرکال په دولتی ادارو کې د ښځو ونډه دوه سلنه زیاتېږی.

د نوموړې په وینا، تر ۲۰۲۰ کال پورې د پروموټ پروګرام په تطبیق سره به په دولتی ادارو کې د ښځو ونډه ۳۰ سلنه زیاته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید