روزنامه اصلاح

په لښکرګاه کې د ولسی جرګې د نوماند دفتر کې د تررویستی پېښې په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل:  د ثبات او ولسواکۍ دښمنانو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ولسی جرګې د نوماند ښاغلی صالح محمد اڅکزی پر دفتر دتروریستی برید په پایله کې د

نوموړی په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غنی د دغه تروریستی برید د غندنې پرمهال وویل، افغانان چې په ولسواکۍ او خپل روښانه راتلونکی ټینګ باور لری، تروریستان او د دوی ملاتړی به پرېنږدی چې په افغانستان کې د ولسواکۍ بهیر ټکنی کړی.

جمهور رئیس د امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټاکنیزو کمپاینونو بهیر او د نوماندانو د امنیت تامین ته لا زیات پام وکړی، ترڅو نوماندان په امن او خوندی فضا کې خپلې ټاکنیزې برنامې له ولسونو سره شریکې کړی.

د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ  شهیدانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید