روزنامه اصلاح

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې خبرې حساس پړاو ته نژدی شویدې

د افغان سولې خبرې چې د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو د خاص استازی زلمی خلیلزاد ترمنځ په شپږو پړاوونو کې روانې وی ځکه ډیر یپیچلی او کړکیچنی شوی چی طالبانو او د هغو د سیمه ‌ییزو او منطقوی ملاتړ کوونکو هېوادونو په اشاره د خپلو ناروا گټو د تحقق په منظور چی تل یی هڅه کړی طالبان د افغان حکومت سره د مخامخ او بین الافغانی خبرو څخه انکار ته وهڅوی او په جنګ او جګړی تمرکز وکړی چی ګویا د دی لاری به بریالی او فاتحانه به کابل ته ننوزی.

له بده مرغه طالبانو د سولی د تامین پر ځای د هېواد په ډیرو ولایتونو او د پلازمینی کابل په شمول په نوی تحرکاتو پیل کړیدی. د روان ۱۳۹۸ کال د سرطان په لسمه د دفاع وزارت د لوژستیک په ریاست خونړی بریدونه یی ښی نمونی او بیلګی دی چی د ملکی او بی ګناه خلکو په شمول یی ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واړوله خو د ویښو امنیتی او دفاعی ځواکونو د میړانی او سرښندنی له امله یی په هیڅ ځای کی وړاندی تګ نه دی کړی او نه یی تر اوسه کوم ولایت او یا کوم اداری واحد نیولی، بلکی په ټولو ډګرونو او جبهو کی د افغان د هوایی او ځمکنی ځواکونو له خوا د درندو تلفاتو سره مخامخ شویدی.

د روان ۲۰۱۹ میلادی کال د جون په ۲۹مه چی په قطر کی د طالبانو او د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترمنځ داووم پړاو خبری پیل شویدی د آلمان هېواد هم ډیره هڅه کړی چی د سولی د اووم پړاو خبری بریالی شی.

د چارو د شنونکو او کارپوهانو په باور د قطرد سولی د خبرو نه وروسته دا هیلی او امیدوارۍ شته چی د افغان حکومت سره مخامخ او بین الافغانی خبرو لپاره تیاری ونیول شی.

د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د قطر د سیاسی دفتر له تازه خبرو مخکی هم داسی نښی نښانی وی چی د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره به مهال ویش نهایی شی او په بدل کی به یی طالبان وعده او ژمنه وکړی چی د هغو وسله والو ډلو مخه به نیسی چی غواړی د افغانستان، نه په امریکا او متحدینو یی بریدونه وکړی.

د قطر د سولې خبری ځکه اوس ګړندۍ او چټکی شویدی چی د سپټمبر په پای کی په افغانستان کی د جمهوری ریاست له پاره ټاکنی او انتخابات کیږی.

د بلی خوا د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر
مایک پامپیو هم ویلی: چی د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره په خبرو کی اوس نژدی شوی او هغه دا چی د طالبانو سره د تروریزم ضد د تضمین په برخه کی هوکړی او موافقی ته ورسیږی او هیله لری چی د سولې د روانو خبرو تړون د سپټمبر د میاشتی له لومړی نیټی نه مخکی ترلاسه کړی.

زمونږ په باور د قطر د سیاسی دفتر او د امریکا د متحده ایالاتو د اووم پړاو خبری چی د متحده ایالاتو د خاص استازی زلمی خلیلزاد له خوا د طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کی روانی دی هغه وخت به بریالی وی چی د المان هېواد په منځګړیتوب د نورو مهمو او حیاتی مسایلو ترڅنګ طالبان د افغان حکومت سره مخامخ بین الافغانی خبرو ته راضی کړی ترڅو د یوی سراسری، همیشنی او تلپاتی سولی او د یو با ثباته افغانستان له پاره به یوه نه هیرویدونکی او تاریخی ورځ وی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید