روزنامه اصلاح

په قطر کی د سولی بین‌الافغانی خبری افغان ولس لپاره لویه تاریخی لاسته راوړونه

دډیرو نړیوالو غونډو او ناستو سره، سره ځکه د سولی خبرو کومه نتیجه او پایله نه درلوده چی دافغانستان د خلکو او دسولی دښمنانو په هیڅ صورت نه غوښتل چی د سولی خبری بریالۍ او جنګ پای ته ورسیږی ځکه دوی خپله بقا اوشتون یوازی د جنګ په دوام کی لیده خو دافغانستان د خلکو یوازینۍ هیله په هیواد کی د جنګ بندیدل او دسولی ټینګښت دی.

دروان ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۱۶ مه او ۱۷ په قطر کی د سولی داووم پړاو خبری چی د امریکا دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو دوزارت د خاص استازی زلمی خلیلزاد او دآلمان دفیدرالی جمهوریت په منځ ګړیتوب د قطر د هیواد په کورب توب تر سره شوی د لومړی ځل لپاره یی بین‌الافغانی خبرو ته لار اواره کړه. په دی ناسته کی دافغان حکومت له خوانه ددریولوړ پوړوچارواکوتر څنګ، دری پنځوس کسیز پلاوی چی په ترکیب کی یی افغان سیاسیون، مدنی فعالان دښځو، رسنیو او د بیلابیلو اقشارو استازو په کی ګډون کړی ؤ او په یو اته ماده ییز پریکړه لیک سره سلا شول چی دا کاریوه لویه تاریخی لاسته راوړنه ده چی د سولی په اړوندیی دافغانستان د خلکو هیلی راژوندۍ  کړی.

د بین‌الافغانی خبرو په دی اته ماده ییزه پریکړه لیک کی د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د جګړی او تاوتریخوالی په بندلو، د سولی د خبرو په دوام، په عام لمنفعه تاسیساتو باندی د بریدونو نه کول، دبندیانو خوشی کول، د خلکو د سر اومال تضمین او د اسلامی او مذهبی ارزښتونو ساتنه، دښځو حقونوته درناوی او په نورو مهمو مسایلو ټینګار شویدی چی د افغانستان دټولو اقشاروله خوا د هرکلی سره مخامخ شو.

د قطر په پلازمینه دوحه کی د بین‌الافغانی خبرو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چی دافغان سولی په برخه کی هلی ځلی کوی د آزادی راډیو ته په خپلو خبرو کی ویلی: د دوحی د بین‌الافغانی خبرو جوړیدل زما په نظر یولوی بریالیتوب او لویه لاسته راوړنه ده او هغه دا چی افغانان په یوه خونه کی یوله بل سره یوځای کینی او خپلی هیلی او ارزوګانی سره شریکوی، دا یو مهم او حتمی ګام وو او زه ډیر خوشحاله یم چی دا ګام په کامیابی پورته شو او له دی وروسته هم ورته بریالیتوب غواړم.

د بلی خوا د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس لور ایوانکا ټرمپ چی په چارو کی د جمهور رییس ټرمپ سلاکاره هم ده دقطر د دوحی بین‌الافغانی خبرو کی دافغان ښځو ګډون ستایلی او په خپلی ټویټر پاڼه کی ویلی: دا ډیره مهمه ده چی افغان ښځی د قطر سولی لپاره په دی مهمی غونډه کی د سولی د خبرو میز ته کینی د ستاینی وړخبره او زما په نظر یوه لویه لاسته راوړنه ده.

باور دی که د قطر د سولی بین‌الافغانی خبری چی د آلمان او د قطر د هیوادونو په کورب توبه په اووم پړاو کی ترسره شوی که په راتلونکی کی او طالب استازی او افغان حکومت ددی اته ماده ییز پریکړه لیک په اصولو عمل وکړی نه یوازی په افغانستان کی به روان تررویستی او استخباراتی جنګ پای ته ورسیږی بلکی دیوی پایداری، همیشنۍ او با عزته سولی په تامین کی به هم خاص او ځانګړی رول ولوبوی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید