روزنامه اصلاح

  په فرهنګی برخه کې د فیروزکوه موسسې په زیاتو همکاریو ټینګار وشو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ د فیروزکوه موسسې د فرهنګی میراثونو په چاروکې له سلاکار سره په کابل کې وکتل .

د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:

په دې کتنه کې د فیروزکوه موسسې د فرهنګی میراثونو په چاروکې سلاکار په افغانستان کې د دغه بنسټ د کړو وړو او فعالیتونو په اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل چې فیروزکوه په ٢٠٠۶ میلادی کال کې په کابل کې په فعالیت پیل وکړ او د فرهنګی میراثونو په تېره بیا د غیر ملموسو فرهنګی میراثونو، ښوونې او روزنې او د سیمې د خلکو د انکشاف په برخوکې کار کوی .

ده زیاته کړه چې په تیرو دولسو کلونوکې په کابل کې د تاریخی اصالت په ساتنې سره ١۵٠ کورونه د فیروزکوه له خوا ترمیم شوی او د فرهنګی میراثونو د ساتنې په لاره  دسیمې د خلکو د ظرفیت د لوړلو په برخه کې یې روزنیز پروګرامونه جوړ کړی دی.

ده زیاته کړه چې د فیروزکوه موسسه په هنری برخه په تېره بیا د لاسی صنایعو، د لرګی پرمخ د کیندنې، غالۍ اوبدلو، حکاکی، زرګرۍ  او د خطاطۍ په برخوکې زیات  شاګردان روزلی دی او تولیدی فعالیتونه هم لری.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په فرهنګی برخه په تېره بیا د هېواد د اصیل فرهنګ د ساتنې په برخه کې د فیروزکوه موسسې کړه وړه وستایل او زیاته یې کړه چې د فیروزکوه موسسې فرهنګی فعالیتونه دې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د فیروزکوه ترمنځ د یو تفاهم لیک په چوکاټ کې کې تنظیم شی.

دغه راز حسینې صافۍ ټینګار وکړچې نړۍ ته د افغانستان د تاریخی آثارو او آبداتو د ورپیژندنې او د نړیوالو فرهنګی میراثونو په لست کې د هغو د ځایولو په باره کې باید زیاتې هڅې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید