روزنامه اصلاح

په سرپل کې دوه تاریخې آبدې

په سرپل کې  پرون د دوو تاریخی آبدو د بیارغاونې چارې پیل شوې.

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد حقجو باختراژانس ته وویل: د دوو تاریخی آبدو د بیا رغاونې کار چې پکې د امام صاحب کلان او عیدګاه جومات شامل دی د١۵ میلیونو افغانیو په لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه د یوکال په موده کې رغول کېږی.

هغه وویل: دغه  آبدې په لرغونی ډول بیارغاول کېږی.

د یو بل خبرله مخې؛ د سلطان محمد دیوبند قره شیخ زیارت چې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې موقعیت لری تدارکاتی کاریې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا بشپړ او ټاکل شوې ده د بیارغاونې کاریې هم پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید