روزنامه اصلاح

په زابل کی لومړنى ګرځنده کتابتون پر لاره واچول شو

په قلات ښار کی د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ګرځندوى امریت او د کتابتون د مدیریت له لورې، لومړنى ګرځنده کتابتون جوړ شو.

یاد کتابتون چی د زابلیانو د مطالعې د مینې د خړوبولو؛ سولې او د همدې دود د عامولو په موخه ترسره شو، نه یواځی لوستو؛ بلکی نالوستو هم ددې کار پر ارزښت خبری وکړې.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرزاق بشر وویل چی موخه یې له همدې کار نه د عامه ذهنیت روښانتیا، سوله او د نړۍ له روان کاروان سره د هیوادوالو یوځاى کېدل دی.” موږ ناپوهۍ د نړۍ تیاره لورې ته کړی یوو. کتاب مو لاره ده؛ بغیر له کتابه زموږ پرمختګ ناشونى کار دى.”

عبدالرزاق بشر وویل، د کتاب د مطالعې د عامولو په برخه کې د ۳ ورځنی نندارتونو تر څنګ به د ګرځنده کتابتونونو جوړول دوام وکړی او له همدې لارې غواړو کتابونه په هیوادوالو پسی کورونوُ دفترونو او هټییو ته وروړو.

ښاغلی بشر پر زابلیانو او په ټوله کی پر ټولو هیوادوالو غږ وکړ، چی هر افغان دی پخپل کور او دفتر کی یو کوچنى کتابتون جوړ کړی، تر څو موږ د کتاب ارزښت لوړ او د پرمختګونو لارې پیداکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید