روزنامه اصلاح

په روان کال کې په فراه کې د انارو حاصلات یوولس سلنه زیات شوی دی 

دفراه دکرنې او مالدارى ریاست په روان کال کې په دغه ولایت کې د انارو دحاصلاتو دیوولس سلنې زیاتوالی خبرورکړى دى .

دترلاسه شویو ارقامو له مخې، په فراه کې اته زره اووه سوه څلور اتیا هکتاره ځمکه دانارو د ونو ترپوښښ لاندې ده او دحاصلاتو  کچه یې یوسلو پنځه څلویښتو زرو پنځو متریک ټنو ته رسیدلې ده؛ په داسې حال کې چې په تېرکال کې په فراه کې د انارو دحاصلاتو کچه څه دپاسه یوسلو دیر ش زره  پنځه سوه متریک ټنه و.

دفراه دکرنې او مالدارى ریاست یوه مسوول باختراژانس ته وویل؛ هڅه کوی چې په راتلونکې کال کې په فراه کې دانارو تولیدی ساحه زیاته پراخه کړی .

هغه وویل چې له بڼوالو سره مرسته او په ښه توګه  دحاصل دترلاسه کولو لپاره دمشورې وړاندې کول او هم دکرکیلې دساحې پراختیا په فراه کې دانارو دحاصلاتو د کچې دزیاتوالی اساسی علتونه دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید