روزنامه اصلاح

په جلال اباد ښار کې د تروریستی پېښو په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو او فتنه ګرو د خپلو جنایتونو په دوام په جلال اباد ښار کې د تروریستی بریدونو په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال، شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان او اسلامی هیوادونو دینی علماو په غوڅ اکثریت پر افغانستان تحمیل شوې جګړه مردوده، افغان وژنه او فتنه وبلله، مګر تروریستی ډلې ان د روژې په مبارکه میاشت کې هم پر دغه نامشروع جنګ ټینګار کوی او د خلکو له وژلو لاس نه اخلی.

تروریستانو او د دوی ملاتړو ان د روژې په مبارکه میاشت کې پر عامو خلکو د تروریستی برید په ترسره کولو سره یوځل بیا ثابته کړه چې هغوی الهی امر او د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لری.

د هېواد جمهوررئیس د دغو وحشیانه بریدونو د سخت غندلو پرمهال وویل: تروریستان او د دوی ملاتړی پر ملکی تاسیساتو او عامو خلکو د دغه ډول جنایتکارانه بریدونو په ترسره کولو سره، پر روښانه راتلونکی زموږ د خلکو باور او اراده نشی کمزورلې کولی.

جمهوررئیس غنی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوی او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید