روزنامه اصلاح

په جلال‌آباد کې وروستیو  اختطافونو او هدفی وژنو خلک اندېښمن کړی

د ننګرهار یو شمېر مدنی فعالان وایی، د جلال‌اباد په ښار کې وروستیو پرله‌پسې هدفی وژنو او د انسان تښتونو پېښو خلک اندېښمن کړی او په خبره‌یې چې هېڅ‌څوک ځان خوندی نه‌بولی. دغو مدنی فعالانو په یوې خبری ناسته کې د ننګرهار پر ولایتی چارواکو غږ وکړ چې د ښار امنیتی وضعیت ته جدی پام وکړی او د روانو هدفی وژنو مخه دې ونیسی.

د دوی له ډلې دوو تنو برهان سیرت او عبدالرحمن معاون وویل:

“یا خو د امنیتی ارګانونو همغږی نه‌شته او یا بې‌غوره دی، ځکه وضعیت خراب دی، زموږ غوښتنه دا ده چې یو خو دې د امنیتی ارګانونو په رهبرۍ کې تغییر راشی او یا دې د تېر په څېر ځانګړی ځواکونه راواستول شی.”

“امنیت ورځ تر بلې خرابېږی، په چوکونو کې خلک په تفنګچو باندې وویشتل شول، موږ پر والی او امنیه قوماندان غږ کوو چې د ښار امنیتی وضعیت بېرته نورمال حالت ته راولی.”  ننګرهار مرستیال والی تمیم عارف مومند وایی چې ننګرهار له ډېر سخت حالت څخه راوتی دی، د امنیتی ارګانونو ترمنځ پوره همغږی شته او دوی هڅه کوی چې په ښار کې د امنیتی پېښو مخه ونیسی.

ده وویل:

“همغږی کاملاً شته، د والی صاحب له‌خوا امنیتی مسؤلینو ته هدایات ورکړل شوی، موږ په یقین تاسو ته وایو چې دا حالت کنټرولېږی او په دې برخه کې کار روان دی.” و ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی هم ننګرهار ته تللی و او د جلال‌اباد د امنیتی وضعیت د ښه‌والی په تړاو یې له خلکو سره کتنې وکړې.  دې پلاوی مشر خوشحال سادات د خپل سفر پر مهال ومنله چې د جلال‌اباد ښار امنیتی وضعیت دوی ته د منلو وړ نه‌دی او په دې برخه کې یې د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ته جدی سپارښتنې هم کړی دی. د  ویلو ده چې د تېرې او روانې اوونۍ په جریان کې د جلال‌اباد په ښار کې یوه د انسان تښتونې پېښه شوې او دوه هدفی وژنې شوی چې وروستۍ پېښه د تلاشۍ چوک ته نږدې د یوه صراف وژل وو، خو تر اوسه د دې قضیو په تړاو هېڅ‌څوک نه‌دی نیول شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید