روزنامه اصلاح

په تېرو څلورو کالو کې په افغانستان کې د معتادینو د شمېر په اړه سروې نه ده شوې

د امکاناتو نشتوالی او امنیتی ستونزې هغه لاملونه دی چې په تېرو څلورو کالو کې په افغانستان کې د معتادینو سروې نه ده شوې.

په افغانستان کې د (۲۰۱۲) میلادی کال د سروې له مخې د معتادینو او نشه یی موادو له امله د زیانمنو شویو خلکو شمېر یو اعشاره پنځه میلیونه ښودل شوی و، خو په (۲۰۱۵) کال کې د ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) د سروې له مخې د معتادینو شمېر درې اعشاریه پنځو میلیونو کسانو ته لوړ شو، خو څلور کاله کېږی چې په افغانستان کې د معتادینو په اړه نوې سروې نه ده شوې.

د عامې روغتیا وزارت د نشه یی موادو د غوښتنې را کمولو رئیس شاپور یوسف ازادی راډویو ته وویل: دوی خپل پروګرام د پخوانۍ سروې له مخې عملی کوی او د معتادینو شمېر له روغتونونو څخه د اټکل له مخې معلوموی.

دا اټکل ښیی چې معتادین هر کال په سلو کې پنځه اعشاریه شپږ لوړېږی.

ده وویل: په افغانستان کې د معتادینو د پېژندلو لپاره ځانګړې ټکنالوژی نشته، موږ مجبور یوو د معایناتو بېلګې له هېواده دباندې یوسو چې پر دې کار ډېری پیسې لګېږی. د سروې نه کېدلو دوهم لامل ناامنی ده. موږ له (UNODC) او (INL) ادارو سره خبرې کړی چې د امکان په صورت کې په راتلونکی کال کې سروې وکړی.

په (۲۰۱۵) میلادی کال کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د خلکو وېښتان او نوکان معاینه شول او په پاتې (۲۶) ولایتونو کې د معتادینو شمېر د همدې اټکل له مخې وګڼل شو.

د معایناتو هغه بېلګې چې د واشنګټن په لابراتوارونو کې کتل شوی، نتیجه یې ښیی چې په افغانستان کې د معتادینو او نشه یی موادو څخه د زیانمنو شویو خلکو شمېر درې اعشاریه پنځه میلیونه دی.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکتر محمد ظفر بیا د معتادینو په اړه سروې دومره ضروری نه بولی.

دی وایی چې د سروې پر ځای باید د معتادینو درملنې او وقایې ته ډېره پاملرنه وشی.

نوموړی وایی: که وقایوی پروګرامونه عملی کړو، نو په لږ مصرف د معتادینو شمېر را کمولی شو. که د معتادینو پر درملنه ډېرې پیسې ولګېږی، هېڅ نتیجه نه لری، ځکه چې دا معتادین بېرته په نشو اخته کېږی، ترڅو چې معتادینو ته د درملنې ټول امکانات برابر نه شی، هغوی نشه نه شی پرېښودلی. البته په دې برخه کې د ټولو اړوندو ادارو تر منځ همکاری ډېره مهمه ده، که دا کار وشی، نو نتیجه به یې مثبته وی.

په کابل کې د معتادینو د درملنې زر بستریز روغتون معالجوی مرستیال ډاکتر واحدالله کوشان بیا د معتادینو په اړه سروې ډېره ضروری بولی.

دی وایی چې سروې د اعتیاد د عواملو معلومولو او نشه یی موادو د غوښتنې را کمولو په برخو کې له دوی سره ډېره مرسته کولی شی.

ده وویل: د روغتونونو په کچه زموږ ارزونه ښیی چې د ښیښې په نوم د نشه یی موادو استعمال ډېر شوی دی، له همدې امله د هېواد په کچه د معتادینو سروې ډېره ضروری ده. د نشه یی موادو تشخیص، د اعتیاد د شمېرو تغیر او د دې نشه یی موادو د استعمال د لارو چارو معلومول د معتادینو په درملنه کې ډېره مرسته کوی. که د معتادینو په اړه تازه سروې و نه لرو، نو زموږ درملنه به نیمګړې وی.”

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس په نړۍ کې (۲۷۱) میلیونه کسان په مستقیم ډول معتاد ښودل شوی او (۳۵) میلیونه خلک بیا له نشه یی موادو څخه زیانمن شوی بلل شوی دی. په دې راپور کې راغلی چې په نړۍ کې هر کال پنځه لکه او (۸۵) زره انسانان د نشه یی موادو د استعمال له امله مری.

ممکن است شما دوست داشته باشید