روزنامه اصلاح

په تور فنګس د اخته کسانو شمیر ډیر شوی

افغانستان کې د تورفنګس پر ناورغۍ د اخته ناروغانو شمیر لسو تنو ته لوړ شوی او د کابل سربیره په څو نورو ولایتونو کې هم د دغې ناروغۍ پیښې ثبت شوی دی.
د بلې خوا د عامې روغتیا وزارت وایی، چې پدې ناروغۍ اخته شوی کسان دمخه د کرونا پر ناروغۍ هم اخته شوی وو.
د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې تور فنګس په نوم د نوې ناروغۍ د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلی دی، چې دا ناروغۍ د کابل او څو شمالی ولایتونو وروسته د بامیان او میدان وردک ولایتونو کې هم خپره شوې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایی، چې اوس مهال د تورفنګس د ناروغانو شمیر لسو تنو ته رسیلی دی.
پر دغې ناروغۍ لومړی په هند کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د روانې څپې په وروستیو کې هغه کسان اخته شو، چې د کرونا ویروس ناروغی یې یا تیره کړې وه او لا هم له دغې ناروغۍ کړیدل.
د افغانستان د عامې وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح وایی، په افغانستان کې د کرونا وبا د درییمې څپې په ترڅ کې د کرونا د هندی بڼې ویروس ، چې د لتا ویروس نومول شوی په پراخه توګه خپور شوی او اوس مهال اټکل دادی، چې په افغانستان کې تر ۶۰ فیصدو پورې د کرونا ویروس پیښې د هند د دلتا ویروس د بڼې سره تړاو لری.
په افغانستان کې د شاوخوا پنځه میاشتو راهیسې د کرونا ویروس وبا درییمه څپه خپره شوې، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې لا هم د خپریدو په حال کې ده.
د کرونا ویروس د درییمې څپې پر مهال نه یوازې پر دغې ناروغۍ د ناروغانو شمیر زیات شوی بلکې د کرونا ویروس پر ناروغۍ د مړو شوو ناروغانو شمیر هم ډیر زیات شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایی، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ ۶۲ ناروغان مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید