روزنامه اصلاح

په افغانستان کې د ۱۱ ډوله نورو وحشی ژویو موجودیت تصدیق شو

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د وحشی ژویو نړیواله ورځ ولمانځله او په ترڅ کې یې په هېواد کې د ۱۱ ډوله نورو وحشی ژویو موجودیت هم تصدیق کړ.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی اداره وایی نا امنی، د وحشی ژویو د نسل د خوندیتوب لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی او د دوی غیر قانونی ښکار او قاچاق هغه څه دی چې د افغانستان د وحشی ژویو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې رئیس شاه زمان میوندی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب۱۴» د وحشی ژویو د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال په کابل کې یوې ناستې ته وویل، افغانستان اوس د نادرو وحشی ژویو د موجودیت له پلوه، یو بډای هېواد ګڼل کېږی او د حکومت اړوندو ارګانونو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو، خلکو، ښکاریانو او سوداګرو ته په کار ده چې د افغانستان د دغو نادرو وحشی ژویو د نسل پراخولو او خوندی کولو ته جدی پام وکړی.

ده وویل، دغه اداره په خپلو وروستیو څېړنو کې په هېواد کې د ۱۱ نویو وحشی ژویو موجودیت تصدیقوی او د ساتنې وړ یې ګڼی.

نوموړی زیاته کړه:

“د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مخکې له دې د هغو ژویو چې د ژوند وضعیت‌یې ښه نه‌برېښی، درې ځلې ارزونه کړې او د وحشی ژویو ۱۳۸ ډولونه‌یې په لېست کې شامل کړی او نن‌یې د وحشی ژویو ۱۱ نور ډولونه چې ژوند یې د اندېښې وړ دی، د ساتل شویو ژویو په لېست کې زیات کړل چې شمېر یې په مجموع کې ۱۴۹ ته لوړ شو.”

ښاغلی میوندی وویل، په دغو نویو وحشی ژویو کې چې ساتنه، پالنه او د نسل پراختیا او خوندیتوب‌یې ضرور دی، دوه ډوله تی لرونکی، درې ډوله خزندې، درې ډوله الوتونکی، یو ډول نبات او دوه ډوله کبان شامل دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې چارواکی په داسې حال کې په هېواد کې د وحشی ژویو د ساتنې، پالنې او د دوی د نسل د پراخولو او خوندیتوب خبرې کوی چې پخوا تر دې د افغانستان د ځینو غربی ولایتونو اوسېدونکو شکایتونه کړی چې د کندهار، فراه  او ځینو نورو ولایتونو په لیرو پرتو دښتو کې پر کورنیو ښکاریانو سربېره، ځینی بهرنی ښکاریان هم لیدل شوی چې د افغانستان ځینی نادر وحشی ژوی یې په غیر قانونی توګه ښکار کړی دی.

د چارو پوهان وایی، د ناامنیو تر څنګ، د وحشی ژویو غیر قانونی ښکار بله لویه ستونزه ده چې د وحشی ژویو نسل‌یې کم کړی دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې غلام رسول صمدی وویل:

“جنګ او وچکالیو پر دوی منفی تأثیر وکړ او د انقراض او لږوالی په حالت کې دی، په هغو سیمو کې چې دغه حیوانات ګرځی راګرځی، باید وساتل شی او کوم قوانین چې دولت‌یې د ښکار په اړه لری، باید وڅارل شی چې څوک د دغو ژویو ښکار ونه‌کړی.”

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وایی، اوس‌مهال بند امیر، واخان، شاه فولادی او په کابل کې قول اب چکان هغه سیمې دی چې د وحشی ژویو د اوسېدو لپاره مناسبې دی، خو د چارو پوه غلام رسول صمدی دغه کارونه کافی نه‌ګڼی او تأکید کوی چې که دولت د دغو وحشی ژویو د خوندیتوب او د دوی د نسل د پراختیا لپاره طبیعی سیمې نه‌شی ساتلی، باید مصنوعی سیمې ورته جوړې کړی. او د چاپېریال ساتنې اداره وایی، د دغو ستونزو د کمولو لپاره‌یې پلانونه ترتیب کړی چې په ځینو ځایونو کې د پلی کېدو په حال کې دی.

 خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید