روزنامه اصلاح

په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱مه پېښی ثبت شوې

افغانستان په لسو ولایتونو وکې د پولیو یا ګوزڼ ضد وروستی شپږ ورځنی فرعی کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت وایی، د دغه کمپاین په ترڅ کې به په کندهار، روزګان، هلمند، خوست پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان ولایتونو کې درې میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون دوشنبې، په دې اړه پخپلې اعلامیې کې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پولیو د یو بلې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر هم ور کړی چې په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان کال کې ۲۱ ته ورسېد.

دغه وزارت وایی، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې تازه ګوزڼ وهلی ماشوم هلک دی او درې کاله عمر لری چې د تل لپاره فلج شوی دی.

په روان کال کې د پولیو د ثبت شوو مثبتو پېښو څخه ۱۵یې یوازې د هېواد په جنوبی حوزه هلمند، کندهار، روزګان او ۶ نورې په ختیځه حوزه کونړ، نورستان او ننګرهار کې ثبت شوی دی.

له دغو پېښو څخه ۹ یې په کندهار، ۴ هلمند، ۲ روزګان، ۳ کونړ، ۲ ننګرهار او یوه یې په نورستان کې ثبت شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت لخوا په خپور شوی بیان کې د روغتیا د وزیر ډاکټر فیروز الدین فیرزو له خولې ویلی چې واکسین ته د ماشومانو نه لاس رسی او امنیتی ستونزو له امله د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوی دی.

دغه وزارت د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د پولیو کمپاینونو پر مهال له دوی سره مرسته وکړی تر څو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسېږی.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دی چې لاهم د پولیو اندیمیک په توګه پېژندل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید