روزنامه اصلاح

په افغانستان کې د پارلمان تاریخ او بڼې

په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره په دولتی سیستم کې د شورا په نامه یا بڼه لومړۍ هلې ځلې د امیر شیر علی خان د واکمنی په وخت کې پیل شوې. د دغه ډول ګامونو تر شا د علامه سید جمال الدین افغان هڅې وې.

له یوې اوږدې مودې وروسته بیا د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د دولت شورا په نامه یو مجلس جوړ شو چې د درې ګونو قوو ترمنځ یې بېلوالی هم راوست.

دغه شوری ۲۵ غړی درلودل او د دوی کار تر ډېره تر مشورې پورې محدود و، خو دا یو ښه پیل و.

د دولت شورا غړی د ولایتونو د شوراګانو د غړیو او د اعلی حکومتونو له خوا د هر ولایت د نفوس په تناسب ټاکل کېدل، چې شمېر یې په لاندې ډول و:

–  د کابل ولایت ۵ تنه

–  د هرات ولایت ۴ تنه

–  د کندهار ولایت ۴ تنه

–  د ترکستان ولایت ۳ تنه

–  د قطغن او بدخشان ولایت ۲ تنه

–  د مشرقی سمت ۳ تنه

–  جنوبی سمت ۲ تنه

–  د میمنې اعلی حکومت ۱ تن

د فراه اعلی حکومت ۱ تن

تر دې را وروسته بیا د محمد نادرشاه په وخت کې پارلمان دوه بېل مجلسونه جوړ کړل، چې ملی شورا او داعیانو مجلس مجلس بلل کېدل.

د ملی شورا لومړۍ دورې ۱۱۱ غړو په درلودلو د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې لوړه وکړه او خپله تقنینی دوره یې پوړه کړه.

که څه هم د ملی شورا بنسټ د امان الله خان په وخت کې اېښودل شوی و، خو اصلی بدلونونه او قانونی بڼه د نادرخان په وخت کې ورکړل شوه. په همدې دور کې قانون، مصودې، نظامنامې او نړیوال تړونونه یې لاسلیک او تصویب کړل.

په پیل کې د ملی شورا غړی عموما انتصابی وو، او د هرې تقنینی دورې موده له دوو تر درېیو کلونو پورې وه.

د نادرشاه په وخت کې ملی شورا په دوو برخو ووېشل شوه، یعنې ولسی جرګه او مشرانو جرګه یا سنا.

د پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په موده کې د پارلمان تر ټولو ډېرې دورې ترسره شوې دی. دا موده نسبتا ارامه وه او خلکو په ځلونو خپل استازی وټاکل.

د افغان پارلمان تر ټولو روښانه پېر هغه مهال و چې د ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا، عبدالحی حبیبی په څېر غړی د هېواد له لر او بره ملی شورا ته استازی راغلل.

داود خان له کودتا سره پارلمان منحل کړ او نوی پارلمان یې (ملی جرګه) ونوماوه، خو د ده دا ګام او کار پلی نشو.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال ملی شورا له ۱۴ کاله ځنډ وروسته بیا د ولسی جرګې او مشرانو جرګې نوې دوره پیل کړه.

د نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته افغانستان د ۱۴ کلونو لپاره ملی شورا نه درلوده.

نوی پېر؛

د نوی اساسی قانون له تصویب وروسته افغانستان په ۱۳۸۴ کې ۱۵ تقنینی دوره پیل کړه او د افغان پارلمان دواړه برخې (ولسی جرګه او مشرانو جرګه) د پنځو کلونو لپاره وټاکل شوې.

په ۱۳۸۹ کې ۱۶مې دورې په کار پیل وکړ. د دوی د کاری دورې له پای ته رسېدو وروسته افغان دولت ونشوی کولی پر وخت ټاکنې وکړی او د یوه فرمان له مخې د دې پارلمان کاری موده وغځول شوه.

د افغانستان د پارلمان د ۱۷مې دورې لپاره ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ نېټه چې د اکتوبر له ۲۰مې نېټې سره برابرېږی، ترسره کېږی.

د پارلمان جوړښت؛

د اساسی قانون د ۸۳ مادې پر بنسټ د ولسی جرګې غړی د مخامخ ټاکنو له لارې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږی. د ولسی جرګې ۲۵۰ غړی لری او له هر ولایته یې شمېر معلوم دی. دا شمېر ټاکل شوی او د وګړو د شمېر د زیاتوالی پر بنسټ نه بدلېږی.

مشرانو جرګه بیا ۱۰۲ غړی لری، له دې ډلې ۳۴ یې له هر ولایته یو کس د ولسوالیو له شوراګانو ټاکل کېږی، له هر ولایته یو کس د ولایتی شورا په خوښه ټاکل کېږی او پاتې یې بیا د ولسمشر له لوری انتصابی ټاکل کېږی.

په دې وروستۍ ډله کې د هرې برخې او توکم خلک باید موجود وی لکه معلولین، کوچیان، اهل هنود او نور. د اوسنی پارلمان اداری جوړښت کې اداری هییت دی پنځه کسان لری: رییس، دوه مرستیالان، منشی او نایب منشی. د پارلمان بله برخه دارالانشا ده چې ولسی جرګه او مشرانو جرګه دواړه یې لری، هره یوه بیا پخپل وار یو رییس، دوه مرستیالان او د دغې ادارې ځینې نور غړی وی. د دوی کار ډېری د اداری برخې، مدیریت، تنظیم او نورې چارې دی. د پارلمان کار یوه برخه کمیسیونونه دی چې د ځانګړو قوانینو پر مسودو بحث کوی، حکومت ته وړاندیزونه ورکوی.

– د ملی شورا دندې

– د قوانینو تصویب، ځنډول او یا لغو کول

– د پراختیایی پروژو، ټولنیزو، فرهنګی، اقتصادی او د ټکنالوجۍ برخې تصویب

– د دولتی بودیجې تصویب

– د نړیوالو تړونونو تصویب او یا لغو کول

– د اجراییه قوې پر کړنو نظارت او پوښتنې

-د خلکو استازیتوب

 هارون شفیقی

ممکن است شما دوست داشته باشید