روزنامه اصلاح

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت چټکې هڅې او مثبته پایلو ته‌یې هیله‌مندی

په افغانستان کې د پاکستان او ایران سفارت مسؤلین په‌دغه هېواد کې د سولې په ټینګښت ټینګار کوی وایی چې په‌کار ده د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ وکړی.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت مرستیال وایی، په افغانستان کې د سولې د ټیګښت لپاره هڅې تېزې شوی او هیله ده چې مثبته نتیجه ورکړی.

شهباز خان دغه څرګنذونې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳» په کابل کې د افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې د ځوانو سفیرانو په درېیمه

غونډه کې وکړې.

نوموړی زیاته کړه: “نړیوالو دلایلو او تحلیلونو ښودلې چې د افغانستان ستونزه د جنګ له لارې نه‌حلېږی. موږ باید د ستونزې د حل لپاره سیاسی لارې چارې ولټوو او دوهمه ټرمینالوژی چې موږ یې وینو، د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانستان په مشرۍ کې وی.”

ده دا هم وویل، مهمه دا ده چې موږ د تضادونو پر ځای په شباهتونو او هغو مسایلو تمرکز وکړو چې زموږ ترمنځ شریک دی.

دغه غونډه چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د مرکز «مېډیوټیک» له‌خوا بلل شوې وه، د څلورو واړو هېوادونو افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې ځوانو سفیرانو او د یادو هېوادونو د سفارتونو استازو په‌کې ګډون کړی وو.

مخکې تر دې د یادو هېوادونو د سولې د ځوانو سفیرانو غونډې په تاجکستان او پاکستان کې جوړې شوې دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامی یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان ناوړه وضعیت ټوله سیمه بې‌ثباته کولای شی او په‌کار ده چې د ایران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه د موجوده ستونزې د حل لپاره مؤثره مبارزه وکړی.

ښاغلی بهرامی زیاته کړه:

“د افغانستان چاپېریال باید د بهرنیو اړخونو په تضادونو، سیالیو او منازعاتو کې ښکېل نه‌شی. که موږ ټول چې په‌دغه سیمه کې ژوند کوو او دا منو چې سوله زموږ د ټولو ګډ هدف دی باید په سیمه کې د بهرنیو تضادونو نه ډډه وکړو.”

ښاغلی بهرامی دا هم وویل، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او ټرانزیتی اړیکو پراختیا هم کولای شی، له سولې سره مرسته وکړی.

دغه څرګندونې په‌داسې حال کېږی چې افغان حکومت په وار وار د دغه هېواد په نا امنۍ کې پاکستان ښکېل ګڼلی او داسې ادعاګانې هم موجودې دی چې ایران هم د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره مرسته کوی.

په‌دغه ناسته کې د پاکستان او تاجکستان د سولې ځوانو سفیرانو فتح‌الله کاسی او شهناز کامل‌زاده وویل، د سیمې ناوړه وضعیت پر ځوان کهول چې په سوله، پخلاینه او پرمختګ کې ستره ونډه لری، هم ناوړه اغېز کولای شی، نو زموږ دنده دا ده چې په خپلو حکومتونو فشار راولو چې د سیمې او په تېره بیا د افغانستان د سولې په ټینګښت کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه‌سپموی.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو د مرکز «مېډیوټیک» د عامه اړیکو مسؤل مسعود مومن وویل، دوی هڅې کوی چې په راتلونکی کې هم د ګاونډیو هېوادونو د سولې د سفیرانو ورته ناستې جوړې کړی او د سولې او پخلاینې لپاره د سیمې د خلکو ذهنیتونه روښانه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید