روزنامه اصلاح

په اردو کې د لیک لوست د زده کړې د پروسې پیل

د تیرو کلونو مثبتو او ګټورو تجربو په اثبات رسولی ده چې د اردو کانونونه (قشلی او قرارګاوې) نه یواځې د هېواد د پراخو پرگنو، قبیلو، خیلونو او قومونو یو ټولنځای دی، بلکې د ملی یووالی، ورورولۍ او دوستۍ خورا زیات اغیزمن کانون او مجتمع ده. په دى مرکز کې چۍ د افغانستان  له ټولو ولایتونو د کلیو، قشلاقونو او باڼدو او حتا ښارونو څخه، پرته د کوم ژبنی، قومی، ملیتی، سمتی او مذهبی تبعیض په پام کې نیولو سره د عسکری قانون د مکلفیت د ټاکلی دوری د تیرولو په خاطر هر ځوان چې عمریې د مکلفیت دورى د تیرولو لپاره ټاکل شوی، سمون ولری نو پرته له کوم معقول عذره د دی پروسی په پیل کې قومی باغ یعنی د پخوانی دفاع وزارت مقر ته چی د محمودخان پل په شمالی برخه کی یې موقعیت درلود او بیا د مجلوبینو  سره د ترانسپورتی اسانتیاوو په خاطر د هغه وخت د ولایتونو په مرکز کی راجلبیدل او د دفاع وزارت جلب و جذب مدیر له خوا به د افغانستان هرې برخی ته ویشل کیدل، هغوی په هیڅ ډول په خپلو ولایتونو کې د مکلفیت دوره تیرولای نه شوه. هغه وخت چې به دوی اړوندى قطعې ته جذب شول نو په لومړی سر کې به له دې امله چی دوی د یوبل سره هیڅ پخوانۍ پیژندګلوی نه درلودله او همدارنګه د یو او بل په خبره به سره نه پوهیدل او د خبرو له لارې د یو او بل په افهام او تفهیم کی د ستونزو سره مخامخ کیدل، خو د کهنه ګیو عسکرو(یو کلنو عسکرو) په مرسته به یې خپلی دا ډول ستونزی حل کولې او د عسکری قانون او ژوند سره به یی بلدتیا زیاتیدله، داوه چې له یوى ورځی نه بلی ورځی ته د دوى په معاشره، د ګډ ژوند، ناستی ولاړى او د عسکری چارو د سرته رسولو په بهیر کې د یو او بل په خوی خاصیت پوهیدل، یو کاغوش کې خوب او استراحت او په یوه کاسه (قروانه) کی یو ځای د خوړو په خوړلو سره د دوی په منځ کی د پردی توب احساس یو بل ته د نژدیوالی په احساس بدلون موند، په پرله پسی ډول د دوی د زړونو په دی نژ د یوالی  سره د دوی په منځ کی د ورورولۍ، رفاقت او عاطفی احساس وده موندله.

زما ښه په یاد دی په هغه زمانه کی چې به دوی له عسکری خدمت څخه ترخیص واخیست نو له یو او بل څخه د جلا کیدو په وجه به یی ورپسی  ژړل. او چۍ بیا وروسته به دوی سره د یو بل په ولایت کی سره مخامخ شول لکه د یو ورور غوندی به یې په کورونو کی مهمان نوازی کیدله.

نو له دی ځایه د دوه کلنې د مکلفیت دورى د تیرولو په موده کې د دوی د دى عسکری ورورولۍ او رفاقت په وجه په هېواد کی د ملی وحدت د رامنځ ته کیدلو لاملونه ایجادیدل او بله دا چې د دوى په منځ کې اقتصادی ملحوظاتو شتون نه درلود نو ځکه بل لامل ورته زیان رسولای نه شو.

که د دی موضوع په پایله کی وویل شی، عسکری قشلې او قرارګاوى نه یوازې د دوى په منځ کی د ملی یووالی د ایجادیدلو او ټینګښت ډېر اغیزمن مرکزونه وو بلکې د افغانستان په کچه هم د هېواد د ملی یووالی د پیاوړتیا کانونه شمېرل کیدل. بله موضوع چې د دى مقالی له دوهمی برخی څخه عبارت ده، هغه په اردو کې د لیک لوست د زده کړۍ مسئله ده.

هغه نوی جلبیان چې به د اردو په قطعاتو کې جذب شول، نو بې له ځنډه به یی په عسکری زده کړو پیل کاوه او ورسره یو ځای به هغه مجلوبین چی د سواد له نعمته محروم ؤ د سواد د زده کړی په کورسونو کې شاملیدل او په ۲۴ ساعته مهالویش کی به ورته وخت ټاکل کیده.

د دی کورسونو ښوونکی د قطعی د افسرانو له منځه توظیفیدل، په دی وخت کې د دی کورسونو د سازماندهى او د لیک لوست د زده کړی د پروسی پلانیزه کولو لپاره د دفاع وزارت د ښوونی او روزنی د ریاست په چوکاټ کې د موادو د زده کړی مدیریت ته ځای ورکړ شوى ؤ. البته د سواد د زده کړى د اونیز مهالولیش له مخې به په رسمی وخت کې د دی زده کړی چاری پرمخ بیول کیدلی.

داوه چۍ په اردو کې عسکری قرارګاوی او قطعی د لیک لوست د زده کړی خورا مهم او اغیزمن ښوونځی شمیرل کیدل، او تر دوو کلونو به وروسته یو ترخیص شوی عسکر په پوره مهارت سره لیک لوست کولای شو، او که د دوی له منځه به کوم یو ادبی د فطری استعداد درلودونکی ؤ، نو د لیک لوست په کورس کې د زده کړی په موده کی به یی د ادبی آثارو په ایجادولو هم پیل کاوه.

د هېواد د لیکوالو او شاعرانو د تذکرو څخه پوره څرګندیږی چې د دوی له منځه یو شمیر تکړه، شاعران او نامتو لیکوالان هم راپورته شوی دی.

نو که په پاى کې وویل شی په اردو کې د پوهنې وزارت د سواد د زده کړى د معاونیت په هر اړخیزه مرسته په اغیزمن ډول کیدای شی چې له دې لارى په هېواد کی د بی سوادی کچه راټیټه شی، او د سواد له طبیعی حقه یو بی برخی انسان، له دی حقه برخمن شی.

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید