روزنامه اصلاح

پنځه مورده رسنیز شکایتونه او سرغړونې وڅېړل شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې د پنځو مواردو رسنیزو شکایتونو او سرغړونو په اړوند چې له یوشمېر دولتی او خصوصی بنسټونو له لوری کمېسیون ته لېږل شوې وې خبرې وشوې .

  دغه راز د کمېسیون غړو له خبرو او څېړنې وروسته د شکایتونو د هر مورد په اړوند د رسنیزو شکایتونو اوسرغړونو سره سم لازمې پریکړې وکړې .

ممکن است شما دوست داشته باشید